برازیل کې د یوې کوچنۍ الوتکې د غورځېدو له امله څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د سیمه ییزو رسنیو په وینا،د برازیل په سویل ختیځ کې یوه کوچنۍ الوتکه د جمعې په سهار د ساو پاولو د بارا فنډا ولسوالۍ په یوه لاره کې لوېدلې. په دغه پېښه کې لږترلږه دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د برازیل ګلوبو نیوز راپور ورکړی، چې د کینګ ایرایف-۹۰ الوتکه چې اته تنه سپرلۍ پکې وې د جمعې په سهار راوغورځېده او له یوه بس سره د ټکر کېدو له امله یې اور واخېست.

د اور وژنې ادارې راپور ورکړی چې په الوتکه کې دوه سوځېدلي جسدونه موندل شوي دي.

په دغه پېښه کې یو موټرسایکل چلوونکی او یو بل بس چلونکی چې په دې وخت بس کې یوازې و ټپي شوي دي.

دغه کوچنۍ الوتکه د سهار په ۷:۱۵ بجې د کمپو دي مارټ له هوایي ډکر پورته شوې وه او غوښتل یې چې الیګر ته ولاړه شي چې په لاره کې وغورځېده.

پولیس او د برازیل هوايي ځواک د الوتکې د غورځېدو د لامل او احتمالي مسولیتونو په اړه څېړنې کوي.