د رویټرز موندنې؛ د امریکا له لوري د مرستو بندېدو د لوږې پر ضد نړۍوالې هڅې زیانمنې کړې دي

رویټرز خبري اژانس په یوه څېړنیز راپور کې موندلي چې د ډونالډ ټرمپ حکومت هڅه کوي، د بهرنیو مرستو بڼه بدله او کمې یې کړي. د راپور له مخې دې پرېکړې د نړۍ د مرستو رسولو هغه بهیر ته سخت زیان رسولی چې د لوږې او قحطۍ د مخنیوي لپاره جوړ شوی.

د خوړو نړۍوال پروګرام چې لا له وړاندې د خوراکي توکو کمښت له ناورین سره مخ و، اوس د امریکا د ناڅاپي مرستو بندیدو له امله له نورو سختو ستونزو سره مخ شوی.

ولسمشر ټرمپ د جنورۍ پر ۲۰مه د ۹۰ ورځو لپاره د امریکا له لوري د ټولو بهرنیو مرستو د ارزونې امر وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې بېړنۍ خوراکي مرستې له دې بندیزه مستثنا دي خو بیا هم د ډېرو مرستو لېږد ځنډیدلی.

د ۵۰۰ زره ټنه خوراکي توکو وېش بندیدل 

شاوخوا ۵۰۰ زره ټنه خوراکي توکي چې ۳۴۰ میلیونه ډالر ارزښت لري یا د لېږد پر مهال بند پاتې دي او یا هم په ګودامونو کې زېرمه شوي، ځکه بشري مرستندویه سازمانونه د امریکا د حکومت د تایید په تمه دي.

د رویټرز د سرچینو له مخې، امریکا په سوډان او غزه کې د خوراکي توکو او نورو اساسي اړتیاوو لپاره خپلې نغدي مرستې هم بندې کړې دي.

د قحطۍ د خبرداري سیسټم تړل شوی

د امریکا له‌خوا پرمخ بیوونکی د قحطۍ د خبردارۍ سیسټم (FEWS NET) چې د خوراکي وضعیت راپورونه یې ورکول، تړل شوی دی.

د دغه سیسټم بندیدو مرستندویه سازمانونه له مهمو معلوماتو بې برخې کړي.

د سختې خوارځواکۍ له امله د ماشومانو د مرګ ګواښ

د امریکا حکومت دوو شرکتونو ته چې د خوارځواکۍ ضد خوراکي توکي تولیدوي د تولید د بندیدو امر کړی.

مارک مور د «Mana Nutrition» شرکت مشر چې د خوارځواکۍ به برخه کې کار کوي او دغه مرستې برابروي په خبرو کې وویل: «موږ یوازې د هغو ماشومانو لپاره مرستې برابروو چې د لوږې له امله د مرګ له خطر سره مخ دي. که د USAID مرستې بندې شي، د سلګونو زرو ماشومانو ژوند ته خطر پېښېږي.»

د خوراکي توکو د ورستېدو اندېښنه

په داسې حال کې چې جګړې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د لوږې ناورین زیات کړی، امریکا لا هم د نړۍ تر ټولو ستره مرستندویه هېواد دی.

د ۲۰۲۴ نړیوال خوراکي بحران راپور ښيي چې ۲۸۲ میلیونه کسان په ۵۹ هېوادونو کې له سختې لوږې سره مخ دي.

اوس مهال د امریکا د ۳۰ زره ټنه خوراکي مرستو وېش بهیر چې ماشومانو او د خوارځواکۍ د مخنېوي ته ځانګړی شوی و په ټپه ولاړ دی.

یوه مرستندویه کارکوونکي ویلي، دغو مرستو کې وریجې او غنم شامل دي چې کولی شي د ۲ میلیونه کسانو لپاره د یوې میاشتې خواړه برابر کړي خو وېره شته، که تر راتلونکو ۹۰ ورځو پورې دغه خوراکي توکي ونه وېشل شي، نو په بشپړه توګه به وراسته شي.

د قحطۍ د خبرداري سیسټم بندیدو ناوړه اغېزې

د قحطۍ د خبرداري نړۍوال سیسټم د نړۍ د خوراکي امنیت د ارزونې لپاره یو مهم بنسټ و.

په ۲۰۲۴ کال کې دغه سسټم د ۳۴ هېوادونو لپاره ۱۰۰۰ راپورونه خپاره کړي خو ملګرو ملتونو یوازې ۷۱ راپورونه ورکړي دي.

د جنورۍ پر ۲۷مه، د چیمونېکس (Chemonics) شرکت چې دغه سیسټم یې اداره کاوه، د بندیدو امر ترلاسه کړ. دوه ورځې وروسته د (FEWS NET) ویب ‌پاڼه بنده شوه او زرګونه راپورونه هم په کې ورک شول.

د امریکا د پراختیایي ادراې (USAID) پخوانی مشر اندرو ناتسیوس وايي: «د قحطۍ د خبرداري نړۍوال سیسټم بندیدل داسې دي لکه د یو موټر سټیرینګ چې لرې کړئ – که موټر چالان هم وي، تاسو یې نه شئ کنټرولولی.»

کارپوهان وايي، د قحطۍ د خبراوي نړۍوال سیسټم بندیدو سره نړۍ له قحطۍ سره د مبارزې مهمې وسیلې له لاسه ورکړي دي.

د خوراکي توکو د امنیت کارپوه کریس نیوټن خبرداری ورکړی چې د روانې پېړۍ په لومړي کال کې د قحطي کمه شوې وه، خو اوس یې د بیا راګرځیدو ګواښونه شته او د مخنېوي لپاره یې وسایل هم له لاسه وتلي دي.