طالبان وايي په انقره کې د سفارت چارې په عادي ډول روانې دي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/c9e1638205873fe82e796cd7e8c1b1b287064eb5-975x655.jpg?rect=0,54,975,548&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت دريم سیاسي رییس وايي، د ترکیې پلازمېنه انقره کې د افغانستان سفارت د معمول په څېر فعالیت ته دوام ورکوي. بېګاه په دغه سفارت کې سرچينو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، له څو مياشتو خبرو او د طالبانو د فشار له کبله يې د دغه سفارت چارې ترکیې ته وسپارلې.
د افغانستان بهرنيو چارو وزارت دريم سیاسي رییس ذاکر جلالي پر خپله اېکس پاڼه ليکلي ډاډ وړاندي کړی، چې سفارت د طالب ديپلوماتانو په واک او د مراجعینو په خدمت کې دی
نوموړي ليکلي: «په سفارت کې د اسلامي امارت د دیپلوماتانو له لورې په بشپړ شفافيت، مسؤوليت او تعهد سره د کونسلي خدماتو او د هېواد د استازيتوب دندې ترسره کېږي.»
نوموړي ویلي، چې په ديپلوماتیکو استازيوليو او کادر کې ادلون بدلون عادي کړنه ده.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د دغه سفارت چارې بېګاه د ترکیې پر وخت په پنځو بجو دغه هېواد ته وسپارل شوې.
سفارت په یوه اعلامیه کې لیکلي، چې طالبانو په تېرو کلونو کې هڅه وکړه د دوامدارو فشارونو له لارې پر دیپلوماتانو او د دغه سفارت پر کارکوونکو کنترول ولري او په انقره کې د افغانستان سفارت تر خپل واک لاندې راولي.
د سفارت په وینا، طالبانو د دغه سفارت د کنترول لپاره د ترکیې پر حکومت هم فشار راوړی.
د افغانستان سفارت ټینګار کړی چې دا پرېکړه د کوربه هېواد د صلاحیتونو او د ویانا کنوانسیونونو له مخې شوې او د دغه سفارت پر ډیپلوماتانو عملي کېدای شي.
تر دې وړاندې یو شمېر نورو هېوادونو لکه ایران، پاکستان، روسیې، هند او د مرکزي اسیا ځینو نورو هېوادونو هم د افغانستان سفارتونه او کونسلګرۍ طالبانو ته سپارلي دي.