د تحریک انصاف ګوند په زندان کې د عمران خان ناسم روغتیايي وضعیت ته د بيړني پام غوښتنه کړې

د پاکستان تحریک انصاف ګوند ویلي، چې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د وینې شکر د زیاتوالی او د زړه نامنظم ټکانونه ورته د اندېښنې وړ دي. د شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان له حکومته غوښتل شوي، چې د خان د معاینې او درملنې لپاره د هغه ډاکترانو ته اجازه ورکړي.

د تحریک انصاف د اطلاعاتو مشر شیخ وقاص اکرم خبریالانو سره په خبرو کې حکومت پړ بللی، چې د عمران خان قانوني حقونه یې تر پښو لاندې کړي. هغه وايي: «عمران خان له ټولو اسانتیاوو محروم شوی، ترڅو فزیکي او ذهني شکنجه ورکړل شي. د هغه روغتیا موږ ته مهمه ده او که پاملرنه ورته ونه‌ شي، خطرناکې پایلې به ولري.»

شیخ وقاص اکرم غوښتنه کړې چې عمران خان ته د خپلو غوره ډاکټرانو له خوا د منظمو طبي معایناتو اجازه ورکړل شي.

نوموړي دا هم زیاته کړې چې د پاکستان دغه پخواني لومړي وزیر ته باید د زندان دننه اجازه ورکړل شي، څو له خپلو اولادونو سره اړیکه ونېسي. هغه دا د عمران خان قانوني او بنسټیز حق بللی دی.

د تحریک انصاف ګوند د عمران خان د هغه د مېرمنې، د پخواني بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د نورو بندیانو د خوشې کولو غوښتنه هم کړې ده.

شیخ وقاص اکرم همدا راز وویل: «عمران خان ځکه بندي شوی چې غوښتل یې پاکستان د خلکو د واک هېواد وي، نه د زورواکو».

نوموړي د لومړي وزیر شهباز شریف پر دې سیاست هم نیوکه کړې چې له هند سره د اړیکو د رغولو په هڅه کې دی.

د شهباز شریف په مشرۍ د «ن لیګ» حکومت عمران خان د فساد د بېلابېلو تورونو له کبله زنداني کړی دی او د هغه د ګوند پر فعالیتونو او پلویانو یې یو شمېر سخت بندیزونه هم لګولي دي.

څو میاشتې محکې د خېبر پښتونخواه د سر وزیر او د عمران خان د مېرمنې په ګډون د پاکستان په پلازمېنې اسلام اباد کې د یاد ګوند لسګونه زره پلویانو یو پراخ لاریون وکړ چې د پوځ له لوري له زور زیاتي سره هم مخ شو.

یاد لاریون د پاکستان د امنیتي ځواکونو له لوري وپاشل شو او د تحریک انصاف ګوند ادعا وکړه چې د دوی لسګونه پلویان د پاکستاني ځواکونو له لوري د ډزو پر مهال وژل شوي وو.

د ډونالډ ټرمپ په بیا ځل ټاکل کیدو سره د پاکستان تحریک انصاف ګوند له لوري هیله مندي ښودل شوې وه چې ښايي د ټرمپ پر پاکستان د پخواني لومړي وزیر د خوشې کیدو لپاره فشارونه راوړي، خو لا تر اوسه داسې هېڅ کوم څرک نه تر سترګو کېږي.