طالبانو له ایران غوښتي چې «مجرم» کډوال ونيسي او دغې ډلې ته يې وسپاري
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/5a7c0feaefab3eb17fa88faacfa12aeaab49f4a9-4464x2976.jpg?rect=0,233,4464,2511&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
طالبانو له ایران غوښتي، چې یو شمېر افغان کډوال چې د دغې ډلې په وینا «مجرمان» پېژندل شوي ونیسي او بېرته یې افغانستان ته ولېږي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په رسمي اسنادو کې دغه بهیر د «مجرمانو سپارلو» په نوم یاد شوی دی.
د دې غوښتنې په ځواب کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو غوښتي، چې د بشپړ اسنادو په ګډون د لګول شویو تورونو جزيات، د افغان محکمې حکمونه، د انټرپول پولیسو فورمې او د تاDید مهرونه او د افغانستان د کورنیو چارو وزارت رسمي اقدام واستوي.
ایران همداراز ټینګار کړی، چې دغه ټول اسناد باید د مجرمینو د سپارلو د موافقې د څلورمې مادې له مخې، چې د ۱۳۸۵ کال د جوزا د میاشتې په اوومه نېټه د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوې، چمتو او واستول شي.
د طالبانو د وزارتونو د زرګونو نورو رسمي اسنادو سره د طالبانو په لیکس ویب پاڼه کې د خپاره شوي رسمي مکتوبونو له مخې، په تهران کې د طالبانو سفارت د ۱۴۰۲ کال د جدي په ۴مه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ته لیکلي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دغو کسانو د تورونو په اړه وضاحت او د انټرپول پولیسو تایید غواړي.
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/8c3cb8011cf04f3eb5226be90cfd76a716b6e578-1080x1603.jpg?rect=0,587,1080,608&w=1763&h=992&fit=crop&auto=format)
د دغو کډوالو دقیق جزیات او د هغوی شمیر لا نه دی خپور شوی.
د ۱۴۰۰ کال دزمري په مياشت کې د طالبانو له لوري د کابل تر سقوط وروسته د طالبانو د سیاسي مخالفینو او د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو په ګډون لسګونه زره افغانان د ایران په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي.
تر اوسه لا دا څرګنده نه ده، چې د طالبانو په دې غوښتنه کې د کډوالو کومې ډلې شاملې دي او ایا دوی په ایران کې له ځانګړو قانوني مسایلو سره تړاو لري او که نه.