طالبان له دوه مياشتني ځنډ وروسته سبا د خپل حکومت کارمنانو ته تنخا ور کوي

د طالبانو مالیې وزارت او د دې ډلې د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، د شبنې په ورځ به «امارتې ادارو» ته د مرغومي میاشتې د تنخا ور کولو لړۍ پيل شي. ښاغلي مجاهد ويلي، چې په لومړۍ ورځ به ۸ وزارتونو او ورپسې به د ۴ ورځو په جريان کې ټولو «امارتې ادارو» ته تنخا ورسيږي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد او د دغې ډلې د ماليې وزارت د جمعې په ورځ «امارتې ادارو» ته د مرغومې میاشتي د تنخا یو لیست خپور کړی او زياته کړې، چې ټولو «امارتي کارکوونکو» ته به تنخاوي ورکړل شي.

ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د شنبې په ورځ به د یوه منظم پلان مخې په لومړۍ ورځ د بهرنیو چارو، حج او اوقافو، کډوالو چارو، صنعت او سوداګرۍ، دفاع، لوړو زدکړو، کانونو او پټرولیم او مالیې وزارتونو د کارکوونکو ته تنخواوي ورکړل شي.

هغه زياته کړې، چې په څلورو نورو ورځو کې به «د نورو دولتي ادارو د کارکوونکو معاشونه هم وېشل کېږي.»

د طالبانو ماليې وزارت ویلي، چې پر بانکونو د ګڼې ګوڼې د مخنيوي په خاطر يې د تنخا د ورکړې لپاره د ادارو ليست جوړ کړی.

تر دې وړاندي سرچينو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د امریکا د مرستو له ځنډېدو سره سم، طالبانو ټولو دولتي کارکوونکوته خبر ورکړی، چې میاشتني معاشونه یې د دریو میاشتو لپاره ځنډول شوي.

بل لوري ته بیا د طالبانو مالیې وزارت په یوه ناسته کې د افغانستان اقتصادي وضعیت عادي ګڼلی او اوسنی حالت یې د رسنیو تبلیغات بللي.