د طالبانو له بنده خوشې شوی فعال: په دې ونه توانېدم چې کندهاري ماشومانو ته کتابونه ورسوم

د قلم لار بنسټ مشر مطیع الله ویسا چې څه موده مخکې د طالبانو له زندانه خوشې شوی پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې کندهار کې ترې ماشومانو کتابونه غوښتي خو ده نه لرل. هغه ویلي، له ماشومانو سره یې ژمنه کړې چې له هرې لارې کیږي، کتابونه به ورته رسوي.

د زده کړو یاد فعال د ملا هبت‌الله د استوګنې په ولایت کې له زده کړو سره د ماشومانو لېوالتیا ښکاره کړې او په خپاره شوي انځور کې ورسره وړې نجونې هم ښکاري.

که د طالبانو واکمني‌ دوام وکړي ښايي له مطیع الله ویسا سره په انځور کې ښکاریدونکې نجونې له شپږم ټولګي پورته زده کړو ته پرېنښودل شي.

هغه ویلي، چې د کندهار په یوې کلیوالي سیمو کې ترې کوچنیانو کتابونه وغوښتل او ان د یوه انځور د اخیستلو غوښتنه یې هم ځینې وکړه خو ژمنه یې ورسره وکړه چې په راتلوونکي کې به ورته کتابونه وروړي.

د زده کړو دغه فعال د طالبانو له لوري‌ د خپلو فعالیتونو له کبله څو میاشتې زنداني شوی و.

د هغه د زندان پر مهال د ده له لوري په رامنځته شوي قلم لار بنسټ هم پراخ بندیزونه ولګیدل او طالبانو د هغه کور سره سره د نوموړي دفتر هم تالاشي کړ.

د طالبانو دغه فعال تېر کال اروپایي هېوادونو د زده کړو په تړاو سفر درلود چې تر ستندیو وروسته طالبانو ونیو.
مطیع الله ویسا په لرې پرتو سیمو په ځانګړي ډول په لوی کندهار کې د نجونو د زده کړو لپاره پراخ فعالیتونه کړي‌ او د کلیوالي ټولګیو په جوړیدو کې یې هم هڅې کړي دي.

د طالبانو دغه فعال اوس مهال د طالبانو له سختو بندیزونو سره سره په افغانستان کې پاتې دی او زده کړو ته د کمپاین په برخه کې پرې ځینې محدودیتونه هم لګیدلي دي.

که څه هم پر هغه بندیزونه شته خو بیا هم په لرې پرتو کلیوالي سیمو کې له قومي‌ مشرانو او عامو وګړو سره د زده کړو پر ارزښت ناستې ولاړې کوي.

هغه همدا راز د ناوړه ټولنیز پدیدو خلاف هم کمپاین چلوي او د تربګنیو د ورکیدو خلاف یې هم فعالیتونه کړي دي.

د طالبانو د سختدریځې مفکورې له کبله د زده کړو په برخه کې بېلابېل فعالان زنداني شوي او د دې برخې ګڼ ملاتړي بنسټونه هم د زده کړو په تړاو له تبلیغ څخه راګرځول شوي‌ دي. ملا هبت‌الله د خپل سختدریځي مزاج له مخې د نجونو د زده کړو خلاف سخت بندیزونه لګولي او د دغو بندیزونو اړوند د هېڅ مخالف غږ اوریدو ته هم چمتو نه دی.