د طالبانو افشا شوي سندونه؛ دا ډله غواړي د غزني هوايي ډګر د «سلطان محمود غزنوي» په نوم کړي

د طالبانو د هغو اسنادو پر بنسټ چې د ناڅرګندو هېکرانو له‌خوا افشا شوي، د دغې ډلې د اطلاعاتو او کولتور وزارت له رییس‌الوزرا څخه غوښتي چې د غزني هوايي ډګر نوم د «سلطان محمود غزنوي» په نوم کړي.

د نوموړي وزارت سرپرست، ملا خېرمحمد خېرخوا د طالبانو رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند ته په یو وړاندیز کې لیکلي، چې غزني هوايي ډګر مشخص نوم نه‌لري او په وینا یې غواړي، دغه هوايي ډګر په یو مشخص نوم یاد شي.

په دغه وړاندیز کې د «سلطان محمود غزنوي هوايي ډګر، سنايي غزنوي هوايي ډګر او د ثالث عمر افغان هوايي ډګر» نومونه لیکل شوي دي.

په وړاندیز کې راغلي چې د طالبانو د ولایت مقام په ادارې غونډه کې پرېکړه شوې څو له دې درېیو نومونو څخه د «سلطان محمود هوايي ډګر» نوم تصویب او غوره شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه یوې ناڅرګنده ډلې د طالبانو پر استخباراتي او اطلاعاتي شبکې سایبري برید وکړ او د دغې ډلې د ۲۱ وزارت‌خونو او خپلواکو ریاستونو اسناد یې په انټرنټ‌ کې خپاره کړل.

د طالبانو د بهرنیو چارو، مالیې، عدلیې، اطلاعاتو او کلتور، مخابراتو، کانونو، امربالمعروف وزارتونه او ستره محکمه هغه مهم بنسټونه دي چې هېکرانو یې اسناد خپاره کړي.

له دې پېښې وروسته د طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت هم ومنله چې د دغې ډلې ځینې سندونه افشا شوي او په وینا یې، د دغو سندونو کمپيوټرونه له انټرنیټې امنیتي تدابیرو برخمن نه وو.