امریکا په ډومینیکن کې د وینزویلا یوه الوتکه ونیوله

د امریکا د کورني امنیت وزارت چارواکو په ډومینیکن جمهوریت کې د وینزویلا یوه الوتکه د امریکا له بندیزونو د سرغړونې او د پیسو مینځلو په تور نیولې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، چې د ډومینیکن جمهوریت ته یې سفر کړی، د دې چارې څارنه وکړه.

دا په وروستیو میاشتو کې د وینزویلا دویمه الوتکه ده چې امریکا په ډومینیکن جمهوریت کې نیولې ده.