لومړۍ فرانسوي میراج ۲۰۰۰ جنګي الوتکې اوکراین ته رسیدلي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/62682fcf6c3316df4653447626865d5ce0197b24-1125x657.jpg?rect=0,13,1125,633&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د فرانسې دفاع وزیر سیباستین لیکورنو د پنجشنبې په ورځ وویل، چې لومړۍ فرانسوي میراج ۲۰۰۰، جنګي الوتکې اوکراین ته رسیدلي دي.
لیکورنو پر ټولنیزو رسنیو لیکي: "د ۲۰۲۴ د جون په ۶، د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون اوکراین ته د فرانسوي میراج ۲۰۰۰ سپارلو اعلان وکړ چې لومړی جوپه یې نن اوکراین ته ورسیده."
هغه زیاته کړه: "د اوکراین پېلوټان چې په فرانسه کې د څو میاشتو لپاره د دغو الوتکو لپاره روزل شوي، دوی به اوس د اوکراین د اسمان په دفاع کې برخه واخلي."
فرانسوي چارواکو نه دي ویلي چې څومره الوتکې یې اوکراین ته سپارلي دي.
مکرون د جون په میاشت کې اوکراین ته د دغو جیټ الوتکو د استولو پلان اعلان کړ او ویې ویل چې فرانسه به د اوکراین پېلوټانو او کارکوونکو ته روزنه هم ورکړي.
نوموړي په ډاګه نه کړه چې فرانسه په ټولیز ډول اوکراین ته د څومره الوتکو لېږلو پلان لري.
په ورته مهال د فبرورۍ په شپږمه د اوکراین د دفاع وزیر رستم عمروف اعلان وکړ چې د هالنډ لومړۍ ایف- ۱۶ جنګي الوتکې هم اوکراین ته رسیدلي دي.
هغه په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي: "دا عصري جنګي وسایط لا دمخه په اوکراین کې دي او ډېر ژر به د جنګي ماموریتونو ترسره کول پیل کړي، زموږ دفاع او وړتیا به پیاوړي کړي چې د روسیې د تېري په اغیزمنه توګه مقاومت وکړي."
میراج ۲۰۰۰ د څلورم نسل سوپر سونیک فرانسوي جوړې جیټ اولوتکې دي چې په ۱۹۷۰ کلونو کې جوړې شوې، یادې جیټ الوتکې له هوا څخه هوا ته او له هوا څخه ځمکې ته ماموریتونه ترسره کولی شي او تر اوسه په نهه هېوادونو کې له دغه الوتکو ګټه اخیستل کیږي.