هبت الله ته د حکمتیار د زوی اشاره: دومره احمق یې چې ځان له پېغمبر او اصحابو هم غوره ګڼې

په کابل کې د طالبانو له لوري له سیاسي فعالیتونو راګرځول شوي ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمان حکمتیار پر اېکس پاڼه ملا هبت الله ته په اشارې هغه له دې کبله احمق ګڼلی، چې ګوندې ځان له پیغمبر او اصحابو څخه «غیرتمن» ګڼي.

حبیب الرحمان حکمتیار زیاته کړې، چې ملا هبت الله ته له څوارلس سوه کالونو راهیسې تر نن ورځې پورې ټول مسلمانان «بې‌غېرته» ښکاري‌ او ځان تر ټولو لوړ ګڼي.

د هغه په خبره، د طالبانو مشر پر ښځو داسې سختۍ کوي چې اصحابو نه دي کړي‌ او ان په دې تړاو ورته د حنفي مذهب تر څنګ امام ابو حنیفه هم «غیرتي» نه ښکاري.

د حبیب الرحمن حکمتیار په وینا:« دا ټول حماقت په مذهب، ږېرې، پګړۍ، د ملا او طالب په نوم توجیه کوي».

هغه نیوکه کړې، چې د طالبانو مشر نه یوازې دا چې له نړۍوالې ټولنې سره هېڅ ډول تعامل نه کوي؛ بلکې په کور دننه له افغانانو څخه هم پټ دی او هېڅ راز لیدنې نه کوي.

هغه په ټینګار سره ویلي، چې «ملاهبت الله ته د اسلام تر وروستي پېغمبره هم ځان غېرتمند ښکاري.»

حبیب الرحمان حکمتیار داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې پلار یې د طالبانو له‌خوا له خپل کوره هم اېستل شوی او د کابل په شېرپور کې یې په یوه بل کور کې مېشت کړی دی.

طالبانو په ګلبدن حکمتیار د پخواني جمهوري نظام له لوري د ساتونکو د ورکول کېدونکو تنخواوې او‌ پرې میاشتني دولتي لګښتونه هم بند کړي دي.

پر هغه بندیزونه دي، چې لویې سیاسي غونډې په نه کوي او ګوند یې هم له فعالیته منع کړای شوی دی.

د طالبانو په واکمنۍ کې د اسلامي حزب پر مشر ډله‌ییز وسله‌وال برید هم وشو؛ خو هغه ترې ژوندی ووت.

د حبیب الرحمن حکمتیار پلار هم پر طالبانو توندې نیوکې کوي او څو ځلې یې د ملا هبت الله پرېکړې غندلې دي.

له بل پلوه بیا د حکمتیار لمسی عبدالله بهیر بیا څو ځلې ګلبدین حکمتیار د پاکستان جاسوس او د کابل د کورنیو جګړو قصاب بللی دی.

طالبان هم د اسلامي حزب له مشر سره له سپکاوي ډک چلند کوي او څو ځلې د یادې ډلې د استخباراتو له لوري ګواښل شوی هم دی.

که څه هم د پخواني جمهوري نظام پر مهال د ګلبدین حکمتیار له لوري د سولې په لومړیو ورځو کې د ویناوو پر مهال د طالبانو له فعالیتونو څخه هغه ملاتړ کاوه؛ خو اوس لیدل کېږي چې د دواړو لوریو ترمنځ د اختلافونو کچه پراخه شوې او ان د ګلبدین حکمتیار د زوی په ګډون د هغه د کورنۍ غړي پر طالبانو توندې نیوکې کوي.