د طالبانو مشر: په دفاع او کورنیو چارو وزارتونو کې باید د استخباراتو حضور پایته ورسېږي
د طالبانو مشر دستور ورکړی، څو د دغې ډلې په دفاع او کورنیو چارو وزارتونو کې د استخباراتو حضور پایته ورسېږي.
د طالبانو له ادارې څخه د خپرو شویو اطلاعاتو پر بنسټ، هبت الله اخوندزاده د یوه فرمان له مخې په ټولو دولتي په ځانګړې توګه په دفاع او کورنیو چارو وزارتونو کې د استخباراتو د کارکوونکو ښکاره او فزیکي حضور منع کړی دی.
په دې فرمان کې ټينګار شوی: «په دفاع او کورنیو چارو وزارتونو کې او همداراز په نورو دولتي ادارو کې دې د استخباراتو حضور پایته ورسېږي.»
دا فرمان د هغو زرګونو اسنادونو یوه برخه ده، چې ناڅرګنده ډلې په یوې بېسارې پېښه کې د طالبانو پر استخباراتي او اطلاعاتي شبکې سایبري برید کړی او د دغې ډلې د ۲۱ وزارتخونو او خپلواکو ریاستونو اسناد یې په انټرنېټ کې خپاره کړي دي.
د طالبانو مشر په دغه فرمان کې زیاته کړې ده، چې په دغو ادارو کې د اوپراتیفي یا کشفي عملیاتو د اړتیا په صورت کې باید له مخکې د یادو وزارتونو له لوړپوړو چرواکو سره بشپړه همغږي وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې دغه فرمان د طالبانو د چارو د ادارې د مشر نورالحق انور له لورې د دغې ډلې د امربالمعروف وزارت او نورو ادارو ته لېږل شوې ده.
د یادولو ده، چې په دې لیک کې ویل شوي نه دي، چې ولې په وزارتونو کې د استخباراتو د کارکوونکو حضور منع شوی دی.
تر دې وړاندې د طالبانو د امنیتي ادارو په ځانګړې توګه د استخباراتو د ریاست او د کورنیو چارو وزارت د اختلافونو او نښتو راپورونه خپاره شوي و.