طالبانو درې منتقد افغان دیني عالمان له بند څخه خوشي کړل
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/b6dc681e0a6f1983f74d296c75f118d230ce50ad-992x558.jpg?w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې طالبانو خپل درې منتقدان محمود حسن، عبدالقادر قانت او عبدالعزیز شجاع نن خوشي کړل. دغو دیني عالمانو په دې وروستیو کې د طالبانو پر مشر نیوکې کړې وې، چې واک یې په کندهار پورې منحصر کړی.
محمود حسن، عبدالقادر قانت او عبدالعزیز شجاع د "جهادي او اسلامي ارزښتونو د ساتنې شورا" غړي د روان کال د سلواغې پر لسمه په کابل کې د طالبانو د استخباراتو له خوا ونیول شول.
دوی په کابل کې د یوې غونډي پر مهال د طالبانو د واک پر انحصار، په ځانګړې توګه پر کندهاري طالبانو په کلکه نیوکه وکړه او د ټول شموله حکومت د جوړولو غوښتنه یې کړې وه.
سرچینو د پنجشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه چې دوی د طالبانو له توقیف څخه په ضمانت خوشي شوي دي. خو د دوی د روغتیايي حالت په اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي.
له دې څخه مخکې د محمود حسن کورنۍ تایید کړې وه چې نوموړی د طالبانو په توقیف کې سخت شکنجه شوی دی.
په تېرو دریو کلونو کې طالبانو په وار وار خپل مخالفان او منتقدان نیولي دي.