اسراییل له غزې نه د فلسطینیانو "داوطلبانه وتلو" ته تیاری نیسي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/ecc11c7446b5ea95e3e55419d5d72470a7f8b984-1080x720.png?rect=0,56,1080,608&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د اسراییل د دفاع وزیر د پنجشنبې په ورځ پوځ ته امر وکړ چې د یوې طرحې له لارې د غزې د اوسیدونکو "داوطلبانه وتلو" ته لاره اواره کړي.
د اسراییل ددفاع وزیر کاتز د غزې د کنټرول په تړاود ټرمپ داعلان هرکلی وکړ او ویې ویل، « زه د ولسمشر ټرمپ زړور پلان ته هرکلی وایم، د غزې اوسیدونکو ته باید ازادي ورکړل شي چې ولاړ شي او کډوال شي، لکه څنګه چې دا کار په نړۍ کې دود دی».
کاتز زیاته کړه چې د ده په طرح کې به له ځمکنيو لارو، سمندري او هوایي لارو د وتلو ځانګړي ترتیبات شامل وي.
د حماس یوه لوړ پوړي چارواکي باسم نعیم د کاتز څرګندونې رد کړې او ویې ویل چې اسراییل غواړي « د یوې داسې جګړې ناکامي پټه کړي چې هېڅ اهداف یې نه دي ترلاسه کړي».
نوموړي ټینګار وکړ چې فلسطینیان له خپلې خاورې سره ژوره مینه لري او هېڅکله به یې پرې نه ږدي.
مخکینی بېځایه کیدل او نړیوال غبرګون
د فلسطینیانو بېځایه کول د منځني ختیز تر ټولو حساسه او لانجمنه موضوع ده.
تر نظامي اشغال لاندې د خلکو په زور اړ ایستل یا د هغوی د اجباري بېځایه کولو هڅه د ۱۹۴۹کال د جنیوا کنوانسیونونو له مخې جنګي جنایت بلل کیږي.
په تېرو ۱۶ میاشتو کې د اسراییل بریدونو لسګونه زره فلسطینیان وژلي او پاتې کسان یې بیا بیا د غزې دننه له یوه ځایه بل ته د ژوندي پاتې کېدو په هڅه مجبور کړي. خو فلسطینیان وايي، دوی هېڅکله له غزې څخه نه وځي، ځکه وېرېږي چې د ۱۹۴۸ کال د نکبه (فاجعه) تاریخ به تکرار شي.
اسراییل دا ردوي چې فلسطینیان یې په زور ایستلي، خو اوسیدونکي وايي چې هغوی یا وشړل شول او یا یې د جګړې له امله تېښته وکړه، چې اوس یې لمسیان او کړوسیان لا هم په غزه، لویدیزه غاړه، اردن، سوریه او لبنان کې د کډوالو په کمپونو کې ژوند کوي.
کاتز وویل، هغه هېوادونه چې د اسراییل د نظامي عملیاتو مخالفت کوي باید فلسطینیان ومني.
هغه زیاته کړه، « هغه هېوادونه لکه هسپانیا، ایرلنډ، ناروې او نور، چې پر اسراییل درواغجن تورونه لګوي، قانوناً مکلف دي چې د غزې اوسیدونکي ومني. که یې رد کړي، نو دوی به خپل دوه مخی توب ثابت کړي».
د کاتز خبرې د هسپانیا د بهرنیو چارو د وزیر خوسه مانوېل البارس له توندو غبرګونونو سره مخ شوې. هغه وویل، « د غزې اوسیدونکو خاوره غزه ده او غزه باید د راتلونکي فلسطیني دولت برخه وي».
نړیوال غبرګون
د ټرمپ د طرحې پر ضد روسیې، چین، جرمني، مصر، سعودي عربستان، اردن، طالبانو او ایران سخت غبرګونونه وښودل.
د سعودي عربستان حکومت دا پلان په کلکه رد کړ او د اردن پاچا عبدالله وویل، « موږ به هېڅکله له خپلې خاورې د فلسطینیانو شړل ونه منو».
د ایران د بهرنیو چارو وزارت دا طرح د « فلسطیني ولس د بشپړ له منځه وړلو هڅه» وبلله.
بل لور ته، د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د ټرمپ وړاندیز "عالي" وباله، خو روښانه یې نه کړه چې د دې طرحې جزئیات څه دي.