د طالب مشرانو دوسیه کې د جرمونو نړیوالې محکمې سره د طالبانو عناصرو مرسته کړې

نوې اسناد، چې افغانستان انټرنشنل تر لاسه کړي، ښيي چې د طالبانو د ډلې ځینو غړود دې ډلې د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده او قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو د دوسیې په برخه کې د جرمونو نړیوالې محکمې سره همکاري کړې ده.

د جنايي جرمونو نړیوالې محکمې لوی څارنوال کریم خان دواړه طالب مشران د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي له امله په بشرضد جنایتونو تورن کړي دي.

د رپوټونو له مخې، کریم خان د ثبوتونو راټولولو لپاره د بشري حقونو له فعالانو، افغان سیاستوالو، ښځینه مدافعانو او د طالبانو له ځینو غړو سره خبرې کړې دي.

د طالبانو له دننه شهادت؟

لا تراوسه داڅرګنده نه ده، چې د ملا هبت الله او عبدالحکیم حقاني خلاف د دوسیې په جوړولو کې د جرمونو نړیوالې محکمې له لوی څارنوال کریم خان سره د طالبانو کومو غړو یا عناصرو مرسته کړې او نه هم دا معلومه ده چې دوی د ملا هبت‌الله او عبدالحکیم حقاني پر ضد څه ډول شواهد وړاندې کړي دي، خو په دې وروستیو کې ددې ډلې ترمنځ خپلمنځي بې باوري ډېره شوې ده.

د سلواغې پر څلورمه کریم خان اعلان وکړ چې د طالبانو د مشرتابه د نیولو لپاره یې رسمي غوښتنلیک د نړیوالې محکمې ابتدایي څانګې ته سپارلی.

تمه کېږي چې د جرمونو نړیوالې محکمې قاضیان به د روانې میلادي میاشتې تر پایه د ملا هبت‌الله اخوندزاده او عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم صادر کړي.

د محکمې ۱۸قاضیان به په راتلونکو اونیو کې د دې دوسیې ارزونه وکړي.

د طالبانو غبرګون

ملا هبت‌الله اخوندزاده، چې له نړیوالو فشارونو سره مخ دی، خپلو جنګیالیو ته په کندهار کې د یوې غونډې پرمهال وویل، « د لوېدیز له ګواښونو ونه ویریږي».

هغه دغه راز وویل چې اوسنی نظام دوی ته چا په سوال او انډیوالۍ کې نه دی ورکړی.

بل لور ته، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د جرمونو نړیوالې محکمې دا پرېکړه سیاسي بللې ده.

طالبانو ادعا کړې چې د جرمونو نړیواله محکمه هڅه کوي «د بشري حقونو ځانګړې تفسیر» پر نړۍ تحمیل کړي او «د نورو ملتونو دیني او ملي ارزښتونه» له پامه وغورځوي.

د هاګ نړیوالې محکمې تر دې وړاندې د روسیې، اسراییل، او حماس د مشرانو د نیولو حکمونه هم صادر کړي وو.

خو دا پوښتنه لاهم پرځای پاتې ده، چې د جرمونو نړیواله محکمه به د طالبانو د مشرتابه د نیولو حکم عملي کړای شي او که نه؟ ځکه ددې محکمې ورته ډېر نور حکمونه نه دي عملي شوي.