د طالبانو مخابراتو وزارت د معلوماتو افشا کېدل تایید کړل
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/c27be7207b92f2d0ad6274568c35a2676d942328-992x558.jpg?w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د یوې ناڅرګندې ډلې له خوا د طالبانو پر استخباراتي او اطلاعاتي شبکې د سایبري برید او د محرمو اسنادو له افشا کولو وروسته د طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت تاییدوي چې د دې ډلې ځینې سندونه افشا شوي دي.
د طالبانو د مخابراتو وزارت وايي، چې افشا شوي معلومات د شخصي کمپيوټرونو اړوند دي او یاد کمپيوټرونه له انټرنیټې امنیتي تدابیرو برخمن نه وو.
دغه وزارت ویلي، «ابتدايي معلومات ښيي چې دغه معلومات ممکن په متفرقه شکل له انفرادي کمپیوټرونو څخه چې له امنیتي تدابیرو برخمن نه دي د لاسرسي وړ ګرځېدلي وي.»
د طالبانو پر استخباراتي او اطلاعاتي شبکې له برید وروسته د مخابراتو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د یادې ډلې هیڅ ډول سیسټمونه نه دي هیک شوي او ټول سیسټمونه یې امن دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، «رسینزو شویو اسنادو ته په کتو ډېری یې هغو برخو پورې اړوند دي چې تر دې دمه یادو اسناد لپاره کوم ځانګړی سیسټم نه لري».
د طالبانو مخابراتو وزارت ویلي، چې د دغه وزارت اړوند ټول سیسټمونه او د معلوماتو مرکز امن دی او د سایبري بریدونو په وړاندې ساتل کیږي.
تیره شپه یوې ناڅرګندې ډلې په یوه سایبري برید کې د طالبانو د بهرنیو چارو، مالیې، عدلیې، اطلاعات او کلتور، عامې روغتیا، سوداګرۍ، اوبو او بریښنا، کډوالو، مخابراتو، کانونو، امربالمعروف وزارتونو، د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال دفتر، د ملي احصايي او معلوماتو ادارې، د زندانونو خپلواکې ادارې او سترې محکمې زرګونه نسخې سندونه خپاره کړل.
تر اوسه د هېکرانو هویت او د Talibleaks.com په نوم وېبپاڼې اړوند معلومات روښانه نه دي او نه هم تر اوسه کومې ډلې د دغه سایبري برید مسولیت منلی دی.