پاکستاني پوځ په خېبرپښتونخوا کې د ۱۲ وسلهوالو د وژنې ادعا وکړه
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/549163cca4f7f701453e0f7135caa211e0ca3235-862x485.jpg?w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
پاکستاني پوځ ادعا کړې، چې د خېبرپښتونخوا د شمالي وزیرستان په «حسنخېلو» سیمه کې یې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۱۲ مخالف وسلهوال وژلي دي.
دغه پوځ د پنجشنبې په ورځ ناوخته (د سلواغې ۱۸مه) په یو بیان کې منلې، چې په دغو عملیاتو کې یو سرتېری هم وژل شوی دی.
د پاکستاني پوځ د بیان پر بنسټ، وژل شوی سرتېری نېکمحمد نومېده او د خېبرپښتونخوا د هنګو سیمې اصلي اوسېدونکی و.
یاد پوځ د دغو عملیاتو موخه په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني دولت د مخالفو وسلهوالو له منځه وړل بللې ده.
د یادونې وړ ده چې خېبرپښتونخوا په دې وروستیو کې د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) په ګډون د ځینو وسلهوالو ډلو او پاکستاني پوځ ترمنځ د سختو نښتو شاهده ده.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم یوې سرچینې افغانستان انټرنشل ته ویلي و، چې وسلهوالو د خېبرپښتونخوا د کرک ولسوالۍ په بهادرخېلو سیمه کې پر ځایي پولیسو برید کړی او په ترڅ کې یې ۸ پولیسو ته مرګژوبله اړولې ده.
د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ، په یاده پېښه کې دوه پولیس وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.