د هند ولسمشر له ټرمپ سره له بندیزونو د چابهار بندر پر معافیت غږیږي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/eb8604ecd32a06ae29c2a498faae31e39f0df90b-900x600.jpg?rect=0,47,900,506&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د امریکا حکومت د ایران د چابهار بندر پروژې لپاره، چې هند پکې مهمه ونډه لري، د بندیزونو د معافیت تعدیل یا لغو بیا ارزوي. د سپینې ماڼۍ په ملي امنیتي ولسمشریز یادښت کې د چابهار بندر پروژې د معافیت لغو یا تعدیل هم شامل دي، چې هند، افغانستان او ایران درېواړه اغیزمنولای شي.
هند په ۲۰۱۸ کال کې د ټرمپ د لومړۍ دورې پر مهال د چابهار بندر لپاره د بندیزونو معافیت ترلاسه کړ.
دغه ستراتیژیک بندر د پاکستان له لارې له تېرېدو پرته هند ته مستقیم افغانستان او منځنۍ اسیا ته د لاسرسي موقع برابروي.
تېر کال، هند او ایران یو لس کلن تړون نهایي کړ، چې له مخې یې د هند پورټس ګلوبل پرایوېټ لیمېټډ شرکت ته د چابهار په یوه ترمینل کې د مدیریت او عملیاتو اجازه ورکړل شوه.
په داسې حال کې چې د هند لومړی وزیر نریندرا مودي ښايي ژر د سپینې ماڼۍ سفر وکړي، د امریکا اداره خپل دریځ تکراروي، چې پر ایران فشار راوړي څو د دغه هېواد د اټومي پروګرام، توغندیزو پروګرامونو او سیمهییزو فعالیتونو په اړه وضاحت ورکړي.
په یوه ملي امنیتي ولسمشریز یادښت کې، چې د ټرمپ له خوا لاسلیک شوی، راغلي: « د بهرنیو چارو وزیر باید د بندیزونو معافیتونه تعدیل یا لغو کړي، په ځانګړې توګه هغه چې ایران ته اقتصادي یا مالي اسانتیاوې برابروي، په دې کې د چابهار بندر پروژه هم شامله ده».
دې پرنټ وايي، چابهار بندر د هند د سیمهییزې ستراتیژۍ لپاره، په ځانګړي ډول له افغانستان سره د سوداګریزو لارو د ساتلو په برخه کې مهم ثابت شوی. هند په ۲۰۱۸ کال کې دا معافیت ترلاسه کړ، ځکه دا بندر د افغانستان د بیارغونې لپاره حیاتي رول لري خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته جیوپولیټیک وضعیت بدل شوی.
تمه کېږي چې مودي له ډونالډ ټرمپ او امریکايي چارواکو سره د اقتصادي او ستراتیژیکو مسایلو په اړه خبرې وکړي، چې د چابهار بندر د معافیت راتلونکی به هم پکې شامل وي.
په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر له مودي سره په یوه ټیلیفوني تماس کې پر عادلانه سوداګریزو اصولو، د مهاجرت پالیسیو او دفاعي همکاریو ټینګار کړی.
که څه هم هند د ایران پر وړاندې د امریکا بندیزونه مراعت کړي، خو بیا هم له روسیې نه د نفتو وارداتو ته دوام ورکوي. په ۲۰۲۳-۲۴ مالي کال کې هند له روسیې څخه ۵۴ میلیارده ډالره اومه تیل اخیستي او د ۲۰۲۲ کال د اوکراین جګړې له پیل راهیسې دا واردات زیات شوي.
ایراني چارواکو د چابهار اقتصادي زون ته په کتو له هند سره د اقتصادي همکاریو پراخولو ته هیله ښودلې ده.
که امریکا د چابهار لپاره د هند معافیت په بشپړ ډول لغو کړي، دا به د نوي ډېلي او تهران ترمنځ اقتصادي اړیکې زیانمنې کړي. دا چاره پر افغان سوداګرۍ او طالبانو هم اغیز پرې اېستلای شي. د مودي او د امریکا د چارواکو ترمنځ راتلونکې خبرې به دا مشخصه کړي چې د چابهار بندر د معافیت راتلونکی به څه ډول وي.