طالبان په غزني کې «جهادي موزيم» پرانيزي

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، چې په غزنې کې يې جهادي موزيم جوړ کړی، چې ژر به پرانیستل شي. د غزني د طالب چارواکو په وینا، په دغه موزيم کې به د دې ډلې لسګونه جهادي اثار ثبت او خوندي کړي.

د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د دوی ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين قدرت الله جمال له یوه پلاوي سره د غزني له ولایتي طالب چارواکو سره په ليدنه کې زياته کړې، چې د جهادي موزيم د جوړېدو چارې بشپړې شوې، چې ژر به پرانیستل شي.

د غزني طالب ولایتي چارواکي وايي، په دغه موزيم کې به د دې ډلې د جهاد پر مهال استعمال شوي او ترلاسه شوي توکي او تاريخي اثار ثبت او خوندي کړي.

د طالبانو په خبره، د دغه موزیم د پرانیستلو موخه د خپلو کارنامو او جهادي اثارو ساتل دي.

طالبانو په دې ناسته کې سیلانیانو ته د اسانتیاوو پر برابرولو ټينګار کړی.

طالبانو په خپلو نورو موزیمونو کې ددوی زیړې بوشکې، چې افغان او بهرنیو ځواکونو موټرو ته یې خښولې، هم اېښې دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي او اداري مرستیال ژمنه کړې، چې د لرغونو سيمو د ساتنې او بیارغونې په برخه کې به جدي او عملي ګامونه اخلي.