کورتولموش: افغانستان کې مات شوي، په منځني ختیځ کې د یو بل ناورین د رامنځتهکولو حق نهلري
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/e7f62e2b3d1da832be325d2ad03fedf1c2775238-1280x853.jpg?rect=0,23,923,519&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د ترکیې د ملي شورا مشر نومان کورتولموش د غزې په تړاو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چا چې په «افغانستان، عراق او ویتنام» کې ماتې خوړلې، حق نهلري په منځني ختیځ کې یو بل ناورین رامنځته کړي.
کورتولموش د چهارشنبې په ورځ (سلواغې ۱۷مه) په یو بیان کې د غزې په تړاو د ټرمپ پر وړاندیز د توندو نیوکو ترڅنګ ټینګار کړی چې دا خاوره به د فلسطین برخه پاتې کېږي او په وینا یې، د خرڅلاو لپاره نه ده.
په بیان کې راغلي دي: «غزه د فلسطینیانو خپل ملکیت دی او تل به د فلسطین برخه وي. د ځمکې دا ټوټه ستاسې د شرکتونو د پلور لپاره نه ده.»
کورتولموش ویلي چې د فلسطین او اسراییل لپاره یوه نوې دوره پېل شوې او نړۍواله ټولنه باید په بشپړه توګه له فلسطین ملاتړ وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسشمر ډونالډ ټرمپ د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتانېاهو سره د لیدنې پرمهال په یو خبري کنفرانس کې ویلي و، چې فلسطینیان د غزې له پرېښودو پرته بله هېڅ لار نهلري.
د یادونې وړ ده، چې د ټرمپ دغو څرګندونو په نړۍواله کچه پراخ غبرګونونه راپارولي دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم د فلسطينیانو د بې ځایهکېدو په تړاو د ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې ویلي و چې «غزه د فلسطین خاوره ده او بل هېڅوک د هغوی د برخلیک په هکله پرېکړه نه شي کولی.»