طالبانو په کابل کې یو کس د زنا په تور ۳۹ درُې وواهه

د طالبانو سترې محکمې وویل، چې د پنجشنبې په ورځ د کابل ابتدایه محکمې یو کس د زنا په تور ۳۹ درُې وهلی او ترڅنګ یې په یو نیم کال تنفیذي بند محکوم کړی دی.

د طالبانو سترې محکمې پر اېکس پاڼې لیکلي، یاد کس چې په زنا تورن وو د سترې محکمې د عالي مقام له تایید وروسته د محکمې په انګړ کې په درُو ووهل شو.

ددغه کس هویت نه دی په ډاګه شوی.

یاده دې وي چې د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې د روانې فبرورۍ میاشت په تېره یوه اونۍ کې یې په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۹ کسان د خلکو پر وړاندې په درُو وهلي دي، چې ښځې هم په کې شاملې دي.

د طالبانو بیا واکمنېدو سره په افغانستان کې دغه ډلې سلګونه کسانو ته د عامو خلکو پر وړاندې بېلا بېلې تعزیري سزاګانې ورکړي، په دغه کسانو کې د نارینو ترڅنګ ښځې هم شاملې دي چې زیات شمېر سزاګانې د اخلاقي جرمونو دي.

د دغه ډلې لخوا د عامو خلکو پر وړاندې سزاګانو ته په کور دننه او بهر سخت غبرګونونه هم ښکاره شوي، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو برخې بار بار دغه ډول سزاوې د نړۍوالو اوصولو خلاف ګڼلي او د طالبانو له حکومت یې غوښتي چې دغه سزاګانو ته د پای ټکی کیږدي.