د جمهوریت ډیپلوماټانو افغان سفارت ترکیې ته وسپاره
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/15cbb5c406161f4bcb18638492f1488e812c8942-992x558.png?w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ددغه سفارت چارې نن د ترکیې پر وخت په پنځو بجو دغه هېواد ته وسپارل شوې. دا پرېکړه له څو میاشتو خبرو اترو وروسته، ظاهرا د طالبانو د فشار له امله کېږي.
سفارت په یوه اعلامیه کې لیکلي، چې طالبانو په تېرو کلونو کې هڅه وکړه د دوامدارو فشارونو له لارې پر دیپلوماتانو او د دغه سفارت پر کارکوونکو کنترول ولري او په انقره کې د افغانستان سفارت تر خپل واک لاندې راولي.
د سفارت په وینا، طالبانو د دغه سفارت د کنترول لپاره د ترکیې پر حکومت هم فشار راوړی دی.
په دې اعلامیه کې راغلي: «وروسته له دې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت پرېکړه وکړه چې د جمهوریت د دورې د سفیر او یو شمېر دیپلوماتانو ماموریت پای ته ورسوي».
د افغانستان سفارت ټینګار کړی چې دا پرېکړه د کوربه هېواد د صلاحیتونو او د ویانا کنوانسیونونو له مخې شوې او د دغه سفارت پر ډیپلوماتانو عملي کېدای شي.
په اعلامیه کې دا هم ویل شوي سره له دې چې سفارت له طالبانو سره کونسلي تعامل درلود، خو «هیڅکله یې د طالبانو واکمني د یوه مشروع حکومت په توګه نه ده پېژندلې».
د افغانستان سفارت دیپلوماتانو ویلي چې د سفارت مشرتابه او دیپلوماتیکې ډلې تل هڅه کړې چې د انقرې افغان سفارت له سیاسي فعالیتونو لرې وساتي.
سفارت ویلي چې افغانستان دا مهال د خپل تاریخ له سختو پړاوونو تېرېږي. دوی ویلي چې د یو مشروع حکومت نشتوالی د دې لامل شوی چې د افغانستان وګړي په بهرنیو هېوادونو کې لازم درناوی او عزت ونه لري.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس وايي، چې په انقره کې د افغانستان سفارت د فعاله کېدو په حال کې دی.
ذاکر جلالي ترکیې ته د سفارت د چارو تر سپارل کېدو وروسته وویل، چې په ډیپلوماتیکو استازولیو کې تغییر عادي مساله ده او همدا اوس د طالبانو ډیپلوماټان هلته شته او خپل کونسلي خدمتونه جاري ساتي.
دیپلوماتیکو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې په وروستیو ورځو کې د طالبانو د ګومارل شویو کسانو او د پخواني حکومت کارکوونکو ترمنځ د انقرې په افغان سفارت کې فزیکي شخړې او نښتې شوې دي.
د افغانستان انټرنشنل د معلوماتو له مخې د جمهوریت له دورې ۹ تنه کارکوونکي او درې تنه د طالبانو له خوا ګومارل شوي کسان دلته میشت دي.
د افغانستان انټرنشنل د موندنو له مخې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت کابو څلور میاشتې مخکې هم هڅه کړې وه، چې د سفارت کنټرول ترلاسه کړي.
یاده ډله تر دې وړاندې توانېدلې وه، چې په استانبول کې د افغانستان کونسلګرۍ کې خپل ډیپلوماټان وګوماري.
طالبانو هیله درلوده، چې د دوی د کسانو د کار له پیل سره به د سفارت کنټرول ترلاسه کړي، خو د طالبانو هڅه په سفارت کې د اختلافونو د رامنځته کېدو لامل شوه.
طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته له ترکیې سره خپلې اړیکې پیاوړې کړې دي، خو سره له دې چې په کابل کې د ترکیې سفارت فعال دی، مګر دغه هېواد هم تراوسه د نورو هېوادونو په څېر د یادې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
په ورته وخت کې ترکیه د طالبانو د ډېرو مخالفو څېرو کوربه هم دی.
ترکیه یوازینی هېواد نه دی، چې د افغانستان د سفارت کنټرول ترلاسه کوي او یا یې طالبانو ته سپاري.
تر دې وړاندې یو شمېر نورو هېوادونو لکه ایران، پاکستان، روسیې، هند او د مرکزي اسیا ځینو نورو هېوادونو هم د افغانستان سفارتونه او کونسلګرۍ طالبانو ته سپارلي دي.