د خوړو نړۍوال پروګرام د غزې د بیارغونې لپاره د بیړني اقدام غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام(ډبلیو ایف پي) د پنجشنبې په ورځ د غزې د بیارغونې لپاره د بیړني اقدام غوښتنه وکړه او د بشري مرستو د زیاتولو لپاره یې په نړۍوال ملاتړ ټینګار وکړ.

د دغه پروګرام اجراییوي مرستیال رییس کارل سکاو په غزه کې د میلیونونو خلکو لپاره چې د ژوند په لټه کې دي د بشري مرستو لپاره د نړۍوال ملاتړ د زیاتوالي غوښتنه وکړه.

هغه وویل چې ډبیلیو ایف پي د جنورۍ په ۱۹ د اوربند له پیل راهیسې له پنځلس زره ټنو څخه ډېر خوراکي توکي لیږلي دي، خو دا کافي نه دي.

سکاو غزې ته له خپل دوه ورځني سفر وروسته په یوه بیان کې وویل: "دا په سم لوري یو پیاوړی ګام دی، مګر دا کافي نه دی. د اړتیا کچه خورا لویه ده او دا پرمختګ باید جاري وساتل شي. اوربند باید دوام ومومي. موږ بېرته نه شو تللای."

سکاو زیاته کړه، دا ډېره مهمه ده چې د خوړو نړۍوال پروګرام او ټولې بشردوستانه ټولنې د غزې له اوسېدونکو سره مرسته وکړي ترڅو په ځان بسیا شي.