پاکستان په ګوادر کې د خرو مسلخونه جوړ کړي

د پاکستان په ملي شورا کې د خوړو خوندیتوب د دایمي کمیټې په غونډه کې د دغه هېواد د خوړو خوندیتوب او څېړنو وزارت چارواکو ویلي، چې په ګوادر کې د خرو مسلخونه جوړ شوي او په تولید یې پیل کړی دی. پاکستان له چین سره د یوه تړون له مخې د خرو هډوکي او پوستکي چین ته صادروي.

د پاکستان د جیونیوز د راپور له مخې، د دغه هېواد د ملي شورا د خوړو د خوندیتوب کمیټې او د پاکستان د خوړو او څېړنو وزارت ترمنځ په ګوادر کې د خرو د مسلخ جوړیدو او تولیداتو په اړه بحث شوی.

د دغه هېواد د خوړو او څېړنو وزارت چارواکو ویلي، چې د خرو د پوستکي او هډوکو په اړه له چین سره یو تړون شوی او په ګوادر بندر کې یو چینایي شرکت د خرو د مسلخ کار ترسره کوي.

د پاکستان د ملي شورا د خوړو د خوندیتوب دایمي کمیټې مشر د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ولې چین ته ژوندي خره نه صادریږي، د پاکستان د خوړو او څېړنو وزارت چارواکو ویلي، چې د ژوندیو خرو صادرول ستونزمن کار دی او د هیواد له نورو برخو څخه هم د خرو د مسلخونو لپاره ډیرې غوښتنې کیږي.

داسې ښکاري چې د پاکستان د خوړو وزارت په دغه هېواد کې د خرو لپاره د مسلخ جوړولو کار نور هم پراخوي.

د دغه وزارت چارواکو ویلي، چې د خرو د مسلخ په اړه له نویو چینایي شرکتونو سره یې هم خبرې روانې دي.

بل خوا پاکستان د ملي شورا د خوراکي توکو د خوندیتوب د دایمي کمیټې په غونډه کې د خرو پر نسل ساتنې هم ټینګار شوی.

د کمېټې غړی رانا محمد حیات وايي، چې په پاکستان کې د خرو کارول کمېږي، بار وړونکو رکشو د خرو ځای نیولی دی او باید د ښه کیفیت لرونکو خرو نسل نیونې لپاره اقدام وشي.

پاکستان تردې وړاندې چین ته ژوندي خره صادرول.