طالبانو د تېر حکومت ۸ زره او ۱۹۲ کارکوونکي ممنوع‌الخر‌وج کړي دي

طالبانو په ۱۴۰۳ کال کې د تېر حکومت ۸ زره او ۱۹۲ کارکوونکي ممنوع‌الخر‌وج کړي دي.

د طالبانو د یوه رسمي لیک پر بنسټ، یاد شمېر کسان د لسګونو جلد نسبتي دوسیو له امله له هېواده ممنوع‌الخر‌وج شوي دي.
د فرامینو د څار او تعقیب ریاست په دغه لیک کې همداراز راغلي، چې هېڅوک د هبت الله اخوندزاده له کتبي اجازې پرته له هېواد څخه وتلی نه شي.
د دغو اسنادونو له مخې، د طالبانو مشر په خپل لاسلیک سره دا امر کړی دی.
د ممنوع‌الخر‌وج کېدو په یوه رسمي مکتوب کې راغلي، چې که طالب چارواکي هم نسبتي او جرمي دوسیې لري، د طالبانو د مشر له اجازې پرته له هېواده د وتلو حق نه لري.
په دې مکتوب کې د پخوانیو چارواکو د دوسیو د ماهیت په اړه داسې کوم معلومات نه شته، خو له بلې خوا بیا ښکاري چې طالبان موخه لري، څو پخواني چارواکي په بېلابېلو پلمو تر څار لاندې ونیسي.
د ویلو ده، چې تر اوسه دا هم مشخصه نه ده چې د پخوانیو چارواکو څو کسانو ته دوسیې جوړې شوي دي او له څو کسانو څېړنې شوي یا هم د دوی دوسیې تر اوسه هم د طالبانو په محکمو کې دي.
سره له دې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغې ډلې د افغانستان د تېر حکومت چارواکو او کارکوونکو ته د عفوې اعلان وکړ، خو اوسمهال دوی ته سلګونه دوسیې جوړې شوي دي.
یاد شمېر کسان په داسې حال کې له هېواد څخه ممنوع‌الخر‌وج شوي یا هم دوسیې ورته جوړې شوي، چې ډېر شمېر طالب چارواکو په ځلونو په بهر کې پر مېشتو پخوانیو افغان چارواکو غږ کړی، چې هېواد ته ستانه شي.
طالبانو د بېرته ستنېدونکو چارواکو لپاره یو ځانګړی کمېسیون هم جوړ کړی، ترڅو د هغوی د امنیت د خوندیتوب په موخه د دغه کمېسیون په همکارۍ هېواد ته ستانه شي.
د یادولو ده، چې د ممنوع‌الخر‌وج کېدو په تړاو دغه اسنادونه په داسې حال کې د افغانستان انټرنشنل لاس ته رسېږي، چې ناڅرګنده ډلې په یوې بې‌سارې پېښه کې د طالبانو پر استخباراتي او اطلاعاتي شبکې سایبري برید کړی او د دغې ډلې د ۲۱ وزارت‌خونو او خپلواکو ریاستونو اسناد یې په انټرنېټ‌ کې خپاره کړي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو، مالیې، عدلیې، اطلاعاتو او کلتور، مخابراتو، کانونو، امربالمعروف وزارتونه او ستره محکمه هغه مهم بنسټونه دي، چې اسناد یې خپاره شوي دي.
د TalibLeaks.com په نوم یوې وېب‌پاڼه کې د طالبانو د رسمي اسنادو زرګونه نسخې خپرې شوې دي.
د هېکرانو هویت او د دغې وېب‌پاڼې اړوند معلومات روښانه نه دي او نه هم تر اوسه کومې ډلې د دغه سایبري برید مسوولیت منلی دی.