ټرمپ وايي اسراییل به له جګړې وروسته غزه امریکا ته وسپاري
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/aef094b64c6dc568f6a825a9a6a21251649bf9a5-1080x720.png?rect=0,56,1080,608&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ وویل چې اسراییل به د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د غزې کنټرول امریکا ته وسپاري، په داسې حال کې چې د دې سیمې اوسېدونکي به لا دمخه نورو ځایونو ته کډه شوي وي او دا به په دې معنا وي چې امریکايي سرتېرو ته اړتیا نشته.
ټرمپ، چې مخکې یې د غزې لپاره د امریکايي سرتېرو د استولو احتمال رد کړی نه و، د خپلو پلانونو وضاحت ورکړ.
هغه پر خپل ټولنیز پلیټفارم ولیکل، « د جګړې له پای ته رسېدو وروسته به اسراییل د غزې تړانګه امریکا ته وسپاري».
هغه زیاته کړې، « فلسطینیان به لا دمخه نورو خوندي او ښکلو سیمو ته انتقال شوي وي، هلته به دوی ته عصري کورونه برابر شوي وي».
ټرمپ وايي، « هیڅ امریکايي سرتېرو ته اړتیا نشته».
په اسراییل کې د ټرمپ دوړاندیز پراخ ملاتړ شوی او د دغه هېواد د دفاع وزیر اسراییل کاتز پوځ ته امر کړی چې له غزې نه په داوطلبانه ډول د وتونکو خلکو لپاره پلان جوړ کړي.
د ټرمپ ناڅاپي اعلان د منځني ختیز په هېوادونو کې پراخ غبرګون راوپاروه، په داسې حال کې چې اسراییل او حماس تمه درلوده چې د دوحې په خبرو کې د جګړې د پای ته رسولو پر دویم پړاو موافقه وکړي.
سعودي عربستان د ټرمپ وړاندیز رد کړ او د اردن پاچا عبدالله، چې راتلونکې اونۍ به د سپینې ماڼۍ سفر وکړي، اعلان وکړ چې هغه به د فلسطینیانو د شړلو او خاورې نیولو هر ډول هڅه رد کړي.
د ټرمپ د وړاندیز اغېز پر اوربند لا روښانه نه دی. تر دې دمه، له هغو ۳۳ یرغمل شویو کسانو څخه چې په لومړي پړاو کې یې د خوشې کېدو پلان و، یوازې ۱۳ کسان ازاد شوي او تمه ده چې درې نور د شنبې په ورځ خوشي شي.
یو شمېر سخت دریځي اسراییلي سیاستوال د فلسطینیانو د ایستلو ملاتړ کوي او د ټرمپ وړاندیز ته یې تود هرکلی ویلی دی.
پخواني اسراییلي جنرال جیورا ایلند، چې مخکې یې د غزې د شمالي سیمو د اجباري بېځایه کولو پلان وړاندیز کړی و، د ټرمپ پلان «منطقي» وباله.