طالبانو د کابل سرینا هوټل چارې یوې جرمنۍ کمپنۍ ته وسپارلې
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/b7e1cbb27b5a4abc93edefaabe68fc93ca7a3573-992x558.png?w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د افغانستان یو پرمختللی هوټل، چې د ۲۰ کلنې ترهګرۍ ضد جګړې پر مهال یې څو خونړي بریدونه تجربه کړي، اوس د یوه جرمني شرکت له خوا اداره کېږي. د کابل سرینا هوټل چارې یوه اونۍ وړاندې طالبانو په واک کې واخستې.
د طالبانو حکومت د هوټلونو شرکت تېره اونۍ وویل، چې د کابل سرینا هوټل شل کلن تړون پای ته رسېدلی دی.
یاد شرکت ویلي و، چې د کابل هوټل د خدمتونو د لا معیاري کولو په موخه یې له یوه نړیوال شرکت سره تړون لاسلیک کړی.
اې ایف پي وايي، چې د یوه افغان په مشرۍ جرمنۍ کمپنۍ سېنډرېلا د فبرورۍ له لومړۍ نېټې راهیسې کابل ګراند هوټل، چې مخکې د سرینا په نوم مشهور و، اداره کوي.
د یاد شرکت رییس هارون عظیم وايي، چې له دوی سره د هوټل په تړاو یو لس کلن تړون شوی دی.
عظیم، چې د افغانستان-جرمني تابعیت لري، د قرارداد ارزښت نه دی څرګند کړی، خو ویې ویل چې دا معامله د سرینا هوټل د مخکیني قرارداد تر پای ته رسېدو وروسته لاسلیک شوې ده.
عظیم وویل، د هغه شرکت له شلو کلونو راهیسې په افغانستان کې فعال دی او د سړکونو جوړولو او د کانونو په سکتور کې یې کار کړی دی.