د یونان پارلمان په درېیم پړاو کې هم ونه توانېد چې ولسمشر وټاکي

د یونان پارلمان د پنجشنبې په ورځ د رایې ورکولو په درېیم پړاو کې هم ونه توانېد چې د دغه هېواد لپاره ولسمشر وټاکي، نن هم هېڅ نوماند ونه توانېد چې د اړتیا وړ ۱۸۰ رایې ترلاسه کړي.

څلورم پړاو رایې په یونان کې وروستۍ رایې اچوونه ده چې د ولسمشرۍ لپاره نوماندان به د بریا له لپاره تر ۱۵۱ پورې رایې ترلاسه کوي.

د ولسمشرۍ لپاره د نوماندانو له ډلې د واکمن ګوند نوماند د پارلمان پخوانی رییس کونستانتینوس تسولاس تر نورو وړاندې وو چې ۱۶۰ رایې ترلاسه کړې.

کونستانتینوس سیال د کیڼ اړخي ګوند غړي لوکا کاتسلي په دویم نمبر کې وو چې ۴۰ رایې یې تر لاسه کړي.

راتلونکې اونۍ به وروستۍ رایې اچوونه ترسره شي. تمه ده چې په وروستۍ رایه اچوونه کې به تسولاس د ولسمشرۍ د ټاکل کېدو له پاره ۱۵۱ رایې ترلاسه کړي.