امریکا د ملګرو ملتونو پر دوو ادارو مالي مرستې بندې کړې
د سپینې ماڼۍ لهخوا په خپاره شوي بیان کې راغلي، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو اجرایوي فرمان لاسلیک کړی چې له مخې به یې متحده ایالات د ملګرو ملتونو پر دوو ادارو مالي مرستې بندې کړي.
له دغه فرمان سره به د منځني ختیځ لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې انروا لپاره په راتلونکي کې هر ډول مالي مرستې ودرول شي.
د دغه فرمان له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د دغو سازمانونو پر فعالیتونو بیا کتنه کوي او له هغه وروسته به بیا ټرمپ ته راپور ورکوي چې کوم نړۍوال سازمانونه، کنوانسیونونه، یا تړونونه د امریکا ضد احساسات هڅوي.
د سپینې ماڼۍ لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې متحده ایالاتو له دویمې نړۍوالې جګړې وروسته ملګرو ملتونو سره مرسته وکړه ترڅو د راتلونکو نړۍوالو شخړو مخه ونیسي؛ خو د ملګرو ملتونو ځینې ادارې له دغه ماموریت څخه وتلې دي او پر ځای یې د متحده ایالاتو د ګټو خلاف عمل کوي.
په خبرپاڼه کې ادعا شوې، چې د ملګرو ملتونو ځینې ادارې د امریکا په متحدانو برید کوي او د یهودیت ضد تبلیغ کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملګرو ملتونو درې سازمانونه د یو اېن اېچ ار سي، یونیسکو او په منځني ختیځ کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار اداره بیا کتنې ته اړتیا لري.
د خبرپاڼې له مخې، انروا ته د هغو ډلو غړو نفوذ کړی، چې د بهرنیو ترهګرو سازمانونو په توګه نومول شوي وو او د دغې ادارې کارکوونکي د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷مه پر اسراییل د حماس په برید کې ښکېل وو.
UNHRC د بشري حقونو سرغړونکو ته اجازه ورکړې، چې له دغه سازمانه د ځان د پلټنې څخه د ساتنې لپاره کار واخلي او یونیسکو بیا د اصلاحاتو په برخه کې پاتې راغلی، چې په تېرو لسیزو کې یې په دوامداره توګه د اسراییل ضد احساسات ښودلي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې متحده ایالات به نور په UNHRC کې برخه وانه خلي.
خبرپاڼه وړاندې کاږي، چې متحده ایالات به په یونسکو کې پر خپل غړیتوب بیا کتنه وکړي او په دغې بیاکتنه کې به د سازمان دننه د هر ډول «یهودي» ضد یا اسراییل ضد احساساتو تحلیل شامل وي.
د خبرپاڼې له مخې، امریکا UNRWA او UNHRC ته خپلې مالي مرستې ودرولې.
په خبرپاڼه کې راغلي: «د دغه حکم د خپرېدو له نیټې څخه د ۱۸۰ ورځو دننه به وزیر د ملګرو ملتونو د سفیر سره په مشوره، د ټولو هغو نړۍوالو بین الحکومتي سازمانونو بیا کتنه وکړي چې متحده ایالات یې غړی او مالي ملاتړ کوونکی دی؛ ترڅو څرګنده شي چې کوم سازمانونه، کنوانسیونونه او تړونونه د متحده ایالاتو د ګټو سره مخالف دي او ایا دغه ډول سازمانونه، کنوانسیونونه یا تړونونه اصلاح کېدی شي.»