ټرمپ د افغانستان اړوند د افغانې خبریالې پوښتنه له پامه وغورځوله

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ د افغانستان په تړاو د یوې افغانې خبریالې پوښتنه له پامه وغورځوله. د ټرمپ دغه کار په ټولنیزو او نړیوالو رسنیو کې د هغه په اړه غبرګونونه را پارولي دي.

یو شمېر افغان شنونکي وايي، چې د افغانستان اړوند پوښتنې له ځوابولو د ټرمپ تېښته ښيي، چې افغانستان نور د هغه د ادارې لپاره لومړیتوب نه دی.

یو شمېر کاروونکو د خبریالې د پوښتنې څرنګتیا تر پوښتنې لاندې راوستې ده.

په سپینه ماڼۍ کې د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره د ګډې خبري ناستې پر مهال افغانې خبریالې نذیره کریمي له ټرمپ نه وپوښتل چې ایا د افغانستان لپاره کومه ځانګړې ستراتیژي لري او یا د هغه اداره به د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني؟

ټرمپ د دې پوښتنې ځواب ورنه کړ او پر ځای یې د خبریالې پر لهجې تبصره وکړه.

ټرمپ وویل، « زه ستاسې پر خبرو پوهېدو کې له ستونزې سره مخ شوم، تاسې د کوم ځای یئ؟»

کله چې کریمي وویل، « د افغانستان!»،ټرمپ په ځواب کې وویل، « او، واقعاً ښکلی غږ لرئ او لهجه مو هم ښکلې ده، خو ستونزه داده، چې زه ستاسې پر هیڅ خبره هم پوه نه شوم، خو یوازې دا وایم چې بریالي او په سوله کې اوسئ».

ټرمپ، چې له نړیوالو شخړو څخه د امریکا د راایستلو پلوی دی، په دې وروستیو کې وړاندیز کړی چې امریکا باید غزه «خپله کړي» او هلته یو اقتصادي مرکز جوړ کړي، خو د افغانستان په اړه یې هېڅ خاصه تګلاره نه ده وړاندې کړې.

نوموړي ځو ځله د بګرام او امریکايي وسلو د بېرته ترلاسه کولو په اړه هم څرګندونې کړې دي.