محمدعلي سیف: د طالبانو سفیر سره مو په لیدنه کې د عمران خان پیغام طالب مشرانو ته ورساوه
پاکستاني رسنۍ جیونیوز د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو سلاکار محمدعلي سیف په حواله لیکلي، چې د طالبانو له سفیر سره په لیدنه کې یې د عمران خان او د علي امین ګنډاپور پیغام طالب مشرانو ته رسولی دی.
هغه ویلي، چې قبایلي او سیاسي مشران او دیني عالمان غواړي افغانستان ته یو پلاوی واستوي او د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو غوښتونکي دي.
هغه وایي، په دغې لیدنه کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پر بنسټ د اړیکو د پراختیا هوکړه هم شوې ده.
د جیونیوز په راپور کې د طالبانو د سفیر سردار احمد شکېب په حواله راغلي، چې د پاکستان او افغانستان د اړیکو پیاوړتیا د سیمې او خلکو په ګټه ده.
هغه زیاته کړې، چې د پاکستان او افغانستان اړیکو په ښه کولو کې د دوی رول د ستاینې وړ دی.
په اسلام اباد کې بیا د طالبانو سفارت هم تېر ماښام پر اېکس پاڼه کاږلي و، چې په دغې لیدنه کې د افغانستان او پاکستان د خلکو ترمنځ اړیکې، دوه اړخیزه سوداګري، د شته ننګونو د حل لپاره شته ظرفیتونه، په دې برخه کې د دواړو هېوادونو د سیاسونو او متنفذینو ترمنځ د خبرو اترو ارزښت او پر اړوندو موضوعاتو خبرې اترې شوې دي.
ظاهرآ د طالبانو او پاکستان اړیکې ترینګلې ښکاري او دواړه لوري د رسنیو له لارې یو پر بل د نا امنۍ د جوړولو او وسله والو د ملاتړ تورونه لګوي، خو د چارو شنونکي دغه ادعاوې له وړاندې پلان شوې او د خلکو په سترګو کې د خاورو اچول بولي.