د طالبانو پر ادارو د هېکرانو برید؛ هېکرانو د طالبانو د څو وزارتخونو اسنادونه خپاره کړل
![](/_next/image?url=https%3A%2F%2Fi.afintl.com%2Fimages%2Frdk9umy0%2Fproduction%2F8a7666a8fef4912155ff9e5e44750840d07126fd-1600x900.jpg%3Fw%3D992%26h%3D558%26fit%3Dcrop%26auto%3Dformat&w=2048&q=75)
ناڅرګنده ډلې په یوې بېسارې پېښه کې د طالبانو پر استخباراتي او اطلاعاتي شبکې سایبري برید کړی، چې د دغې ډلې د ۲۱ وزارتخونو او خپلواکو ریاستونو اسناد یې په انټرنېټ کې خپاره کړي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو، مالیې، عدلیې، اطلاعاتو او کلتور، مخابراتو، کانونو، امربالمعروف وزارتونه او ستره محکمه هغه مهم بنسټونه دي، چې اسناد یې خپاره شوي دي.
د TalibLeaks.com په نوم یوې وېبپاڼه کې د طالبانو د رسمي اسنادو زرګونه نسخې خپرې شوې دي.
د هېکرانو هویت او د دغې وېبپاڼې اړوند معلومات روښانه نه دي او نه هم تر اوسه کومې ډلې د دغه سایبري برید مسوولیت منلی دی.
د یادو وزارتونو سربېره، د عامې روغتیا، سوداګرۍ، اوبو او برېښنا، مخابراتو او کډوالۍ وزارتخونو اسناد او همداراز په دې وېبپاڼه کې د رییسالوزرا اقتصادي مرستیال دفتر، د ملي احصایې او معلوماتو ادارې، د زندانونو خپلواکې ادارې او د یو شمېر نورو ادارو اسناد افشا شوي دي.
لومړنۍ ارزونې ښيي چې په دغو اسنادو کې اداري معلومات، رسمي فرمانونه، دولتي مکتوبونه، او ښايي حساس امنیتي معلومات شامل وي.
لومړني معلومات دا دي چې د طالبانو سترې محکمې، زندانونو خپلواکې ادارې، عدلیې او امربالمعروف وزارتخونو اسنادونه د لاسرسي وړ دي.
دا اسناد کولی شي هم د طالبانو او هم د محکومو یا بندي کسانو لپاره ناوړه جدي پایلې ولري.
همداراز د اسنادو په لومړنۍ ارزونه کې د طالبانو د بهرنیو چارو، کانونو او سوداګرۍ وزارتخونو او د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت اسنادونه د لاسرسي وړ دي او ښایي خلکو ته د طالب چارواکو د قراردادونو او اقتصادي پټو معاملو په تړاو مهم معلومات وړاندې کړي.
طالبانو تر اوسه په رسمي ډول د دې پېښې په تړاو غبرګون نه دی ښودلی او نه یې هم د دې وېبپاڼې د تړلو لپاره کوم اقدام کړی دی.