ازبکستان د افغان هوايي ځواک اووه چورلکې بېرته امریکا ته سپارلې دي

امریکايي چارواکو تایید کړې، چې په ازبکستان کې د افغانستان د هوايي ځواک اووه چورلکې بېرته دوی ته سپارل شوې دي. د متحده ایالتونو او ازبکستان د وسله والو ځواکونو د ورځې په تړاو په واشنگټن کې د ازبکستان په سفارت کې غونډې ته خبرو پرمهال چارواکو پر دوه اړخیزې همکارۍ اعتراف کړی دی.

امریکايي چارواکو تایید کړې، چې د پنتاګون له خوا ارزول شوې او د بیا کارولو وړ ګڼل شوې اووه بلک هاواک چورلکې امریکا ته سپارل شوې دي.

دغه چورلکې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې افغان پيلوټانو له طالبانو نه د تښتیدو پر مهال ازبکستان ته ولېږدولې.

د امریکا غږ د رپوټ له مخې، د افغانستان د پوځ ۲۲ الوتکې او ۲۴چورلکې چې بلک هاوک ، MD-530، او Mi-17 پکې شاملې وې، ازبکستان ته انتقال شوې وې.

طالبانو له ازبکستان نه څو ځله ددې الوتکو د ورسپارنې غوښتنه کړې، خو رپوټونه ښیي چې تاشکند او واشنگټن په دې اړه هوکړه کړې چې ۴۶ پوځي الوتکې به په ازبکستان کې پاتې شي.

په ازبکستان کې د امریکا سفیر جاناتن هینیک ددې الوتکو په اړه ویلي و، چې واشنگټن او تاشکند د افغان پوځي الوتکو او هلیکوپټرو په اړه هوکړه کړې ده چې افغان پيلوټانو په ۲۰۲۱ کې ازبکستان ته راوړل، او دا الوتکې به په ازبکستان کې پاتې شي.

هغه زیاته کړه، « دغه پوځي الوتکې هیڅکله د افغانانو نه وې، بلکې د امریکا وې، خو افغان پوځ کارولې».

په امریکا کې ازبک سفیر فرقت صدیقوف، چې په دغو مراسمو کې حاضر و، تیاری وښود، چې له واشنگټن سره په ټولو برخو کې همکاري پراخه کړي او دا یې هم وویل، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د امنیتي سیسټمونو او وسله والو ځواکونو په برخه کې اوږده همکاري مهمه ده.