زلمی خلیلزاد: که عمران خان خوشې نه شي، پاکستان به د سقوط له ګواښ سره مخ شي
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، که عمران خان خوشې نه شي؛ نو پاکستان به د سقوط له ګواښ سره مخ شي. نوموړي دغه ځرګندونې نن د (سلواغې ۱۷مه) نېټه پر اېکس پاڼه کړې دي.
هغه تر دې وړاندې هم ویلي و، که پاکستان خپل سیاستونه بدل نه کړي؛ نو له ماتېدو سره به مخامخ شي.
خلیلزاد ټینګار کړی، چې پاکستان باید په خپلو کورنیو او سیمهییزو سیاستونو بیا کتنه وکړي او عمران خان دې خوشې کړي.
تر دې وړاندې د امریکا د کانګرېس یو شمېر غړو هم له واکه پرځېدلي او بندي عمران خان د خوشې کولو لپاره د اېکس له لارې د هغه د ملاتړ په موخه بیانونه خپاره کړي وو.
خو د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د عمران خان د خوشې کولو په تړاو د امریکا د فشار ګونګوسې رد کړې وې.
هغه زیاته کړې وه، چې د دغه هېواد او متحدهایالاتو اړیکې په پېښو او اشخاصو پورې محدودې نه دي.
په دې تړاو بیا پخوانی سناتور او د سیمهییزو چارو شنونکی افراسیاب خټک وایي، د پاکستان حکومت وېره لري چې عمران خان په امریکا کې پیاوړې لابي ګران لري او دوی له دې وېره لري چې د دغو لابي ګرانو د هڅو په پایله کې به د ولسمشر ټرمپ حکومت پر پاکستان فشار واچوي، چې عمران خان له زندانه خوشې کړي.
پاکستان په کور دننه هم له سخت سیاسي او امنیتي کړکېچ سره مخ دی او ورځ تر بلې په لرې پرتو سیمو کې واک د حکومت له لاسه په وتو دی.