د پاکستان ولسمشر په پنځه ورځني سفر چین ته لاړ
![](/_next/image?url=https%3A%2F%2Fi.afintl.com%2Fimages%2Frdk9umy0%2Fproduction%2F89958067f09ead2b073ad90d7a6b19aac08b16a7-3000x2027.png%3Frect%3D0%2C170%2C3000%2C1688%26w%3D992%26h%3D558%26fit%3Dcrop%26auto%3Dformat&w=2048&q=75)
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د سه شنبې په ورځ د چین د ولسمشر شي جینپینګ په بلنه د فبرورۍ له څلورمې تر ۸ پورې په یوه پنځه ورځني دولتي سفر چین ته لاړ.
له زرداري سره په دغه سفر کې د پاکستان د مرستیال لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي، سناتور سلیم او ډاکټر عاصم حسین په ګډون یو لوړپوړی پلاوی ملګری دی.
د سفر پر مهال به زرداري د چین له ولسمشر شي جینپینګ، صدراعظم لي چيانګ او نورو لوړپوړو چینایي سیاسي مشرانو سره په بېجینګ کې لیدنې وکړي.
د پاکستان اې پي اژانس وايي، دا سفر د پاکستان او چین ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا او دوه اړخیزو سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراخولو لپاره مهم ګڼل کېږي.
دواړې خواوې به د لیدنو پر مهال د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز، سیمهییز اتصال، او د امنیتي همکاریو په شمول پر مهمو متقابلو موضوعاتو بحث وکړي.
دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې چین له پاکستان څخه د امنیتي وضعیت د ښه کولو غوښتنه کوي.
د پاکستان په بېلابېلو سیمو په ځانګړي ډول بلوچستان کې بلوڅ بیلتونپال جنګیالي وخت ناوخته پر چینايي پروژو او کارکوونکو بریدونه کوي.
چین، چې د پاکستان تر ټولو ستر اقتصادي ملګری دی، د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز د امنیت په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې دي او پر اسلام اباد یې فشار راوستی چې په بلوچستان کې د جنګیالیو خلاف عملیات وکړي.
پاکستان تراوسه د چین غوښتنو ته قناعت وړ ځواب نه دی ورکړی، ځکه په دغه هېواد کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې کړکېچن کیږي.