ګارډین: ستانکزی د نجونو د تعلیم په ملاتړ له وینا وروسته له افغانستانه وتلو ته اړ اېستل شو

برېتانوي ورځپاڼې ګارډین راپور خپور کړی، چې د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس ستانکزی د نجونو د زده‌کړو پر بندیز له نیوکې وروسته اړ اېستل شو چې له افغانستان څخه ووځي او متحده عربي امارتو ته ولاړ شي. هغه په دې برخه د ملا هبت‌الله تګلاره وننګوله.

د ګارډین په راپور کې په ټینګار سره راغلي: «داسې ښکاري، چې عباس ستانکزی له هېواده تېښتې ته اړ اېستل شوی دی.»
تر دې وړاندې ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې ستانکزی د طالبانو د پوځي محکمې له‌خوا محاکمه کېدونکی و.
عباس ستانکزي په خپلې وروستۍ وینا کې طالبان تورن کړل، چې د افغانستان د ۲۰مېلیونه ښځو او نجونو سره یې ظلم کړی او د هغوی ټول حقونه یې تر پښو لاندې کړي.
ستانکزي تل په خپلو ویناوو کې د طالبانو پر مشر نیوکې کولې؛ خو هغه بیا په یوه غږیز پیغام کې د ملا هبت‌الله سره د اختلاف ادعاوې رد کړې دي.
هغه ویلي، چې کرونا ته ورته په یوې ناروغۍ اخته شوی او د استراحت لپاره دوبۍ ته تللی دی.
د ګارډین د راپور له مخې، د دغې وینا له امله ملا هبت‌الله ستانکزی ممنوع الخروج اعلان کړ او د هغه د نیولو امر یې وکړ؛ خو ستانکزي متحده عربي اماراتو ته پښې سپکې کړې.
د افغانستان انټرنشنل معلومات ښيي، چې ملا برادر، سراج‌الدین حقاني او مولوي یعقوب له هبت‌الله اخوندزاده غوښتي و چې ستانکزی وبښي؛ خو ملاهبت الله دغه غوښتنه ونه منله او ټینګار یې وکړ، چې هغه باید ونیول شي.
له بل پلوه متحده عربي اماراتو ته د سراج الدین حقاني له ناڅاپي سفر څخه هم ۱۳ ورځې تېرېږي؛ خو د طالبانو د کورنیو چارو وزیر لا هم افغانستان ته نه دی راستون شوی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت یوه باوري سرچینه تاییدوي، چې حقاني لا هم افغانستان ته نه دی راستون شوی.

له بل پلوه پر ملا هبت‌الله د طالبانو د ځينو چارواکو له لوري تر نیوکو وروسته اوس د کابل ښار پوځي بڼه غوره کړې او داسې ګنګوسې دي چې ملا هبت‌الله د یوې ځانګړې امنیتي قطعې له لوري د کابل هوايي ډګر لاره څاري.