ټي ټي پي د وزیرستاني کډوالو په کمپونو کې د حکمتیار «شمشتو موډل» پلی کوي

طالبانو د تېرې یکشنبې په ورځ د تحریک طالبان پاکستان اړوند لسګونه کورنۍ په پټه د خوست له ګلان کمپ، شاوخوا کلیو، اسماعیل خېلو ولسوالۍ او د پکتیکا له سرحدي سیمو نه د غزني د کډوالو کمپونو ته انتقال کړې. د طالبانو حکومت به ددغو کډوالو د کورنۍ هر غړي ته ۴۰ ډالره میاشتنۍ معاش ور کوي.

دا انتقال له ټي ټي پي سره د طالبانو حکومت د یوې هوکړې له مخې ترسره شوی، چې اړوندې کورنۍ او د هغوی غړي به نه بایومټریک کیږي، انځورونه به یې نه اخستل کیږي او هرې کورنۍ ته به میاشتنی معاش او د انتقال او کور د وسایلو لګښتونه ور کول کیږي.

د وزیرستاني بې ځایه شویو کورنیو په انتقال کې یوې ښکیلې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې « کورنۍ په دې شرط انتقال ته رضامندې شوې، چې د هغوی محرمیت وساتل شي او مالي مرسته ورکړل شي».

د سرچینې په وینا، د انتقال په چاره کې د طالبانو حکومت د کډوالو چارو، کورنیو چارو قومونو او قبایلو وزارتونه او د استخباراتو ریاست ښکیل دي او هوکړه شوې، چې د طالبانو حکومت به د دغو کډوالو د کورنۍ هر غړي ته ۴۰ ډالره میاشتنی معاش، د انتقال لپاره ۵۰۰ ډالره، د کرایې لګښتونه او په غزني کې د کورونو د وسایلو د پېرلو لګښتونه ور کوي.

ټي ټي پي ته نږدې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د وزیرستاني کورنیو مشران تر مستعارو نومونو لاندې ثبت شوي او د معاش او نورو امکاناتو په برخه کې یې یوازې د ټي ټي پي له خوا ورکړل شوي کارتونه معتبر دي.

په غزني کې د «شمشتو» موډل

د طالبانو حکومت د وزیرستاني او نورو بهرنیو جنګیالیو کورنیو ته د ۵۰۰ او زر کورنیو په ظرفیت د غزني په ناوه ولسوالۍ، د قره باغ ولسوالۍ د ګلکوه په عطارباغ دښته او د واغز ولسوالۍ په دشت کابلي سیمه کې درې ښارګوټيو ته ورته کمپونه جوړ کړي دي. په دغو یو پوړیزو پخو ښارګوټو کې مدرسې، ښوونځي، روغتیايي مرکزونه او د اوبو سیسټم ټول په نظر کې نیول شوي، خو له اوږدې مودې راهیسې ترې اغزن تار تاو و، ځکه وزیرستاني بې ځایه شویو دغو کمپونو ته له تګه انکار کړی و. یو شمېر محلي سرچینو ددې کمپونو د ودانیو په جوړولو کې د درغلیو او ناسمو توکو د استعمال یادونه هم کړې ده.

ټاکل شوې وه، چې دغو کمپونو ته له پڅې مېلې او لمن سیمو نه د حافظ ګل بهادر اړوند جنګیالیو کورنۍ هم ولېږدول شي، خو تر اوسه د قره باغ کمپ ته یوازې د ټي ټي پي اړوند د مسید او داوړ قبیلو اړوند کورنۍ ورغلې دي.

دغه انتقال د پاکستان د طالبانو غورځنګ د مشر مفتي نور ولي او د طالبانو د کډوالو، قومونو او قبایلو او کورنیو چارو وزارتونو تر منځ د یوې هوکړې له مخې ترسره شوی. د دې هوکړې له مخې، د کمپونو امنیت به ټي ټي پي پخپله تنظیموي او خپل ساتونکی ځواک به لري.

یوې سرچینې له نومښودنې پرته افغانستان انټرنشنل ته وویل، « لکه څنګه چې د مجاهدینو په وخت کې د پېښور په شمشتو کمپ کې د حکمتیار حزب اسلامي او نورو افغان جهادي ډلو خپل امنیتي ځواکونه درلودل او خپل امنیت یې پخپله ساته، د غزني کمپونه به هم پخپله ټي ټي پي اداره کوي». سرچینې زیاته کړه، « دوی به د امنیت، جلب و جذب، انسجام، پوهنې، روغتیا او مهاجرینو لپاره خپل سیستم ولري، خپله ښاروالي به جوړوي او په کمپ کې فعالیت ته لېواله موسسې به یوازې د دوی له هوکړې وروسته کار کوي».

د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکز پېښور کې د حزب اسلامي اړوند شمشتو کمپ له دې امله مشهور و، چې د یوه اداري واحد ټول تشکیلات یې په ځان کې را غونډ کړي وو او د روژې او اختر په اړه یې هم د پاکستان له حکومت نه جلا خپلې پرېکړې کولې.

د طالبانو اړوند تبلیغاتي ادارې وايي چې دوی به د انصارو په څېر د کډوالو مرسته وکړي
د طالبانو اړوند تبلیغاتي ادارې وايي چې دوی به د انصارو په څېر د کډوالو مرسته وکړي

حقیقي انتقال که تاکتیکي نقل مکان؟

په کابل کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دا انتقال به د قبایلي سیمو پر امنیت هیڅ اغېز ونه کړي، «دا کورنۍ د طالبانو د کورنیو چارو پر وزیر سراج الدین حقاني د فشار له امله انتقال شوې، دا یوه سنجول شوې هڅه او ځان ته د خټو پوزې اېښودل دي».

کارپوهان دغه انتقال په۲۰۱۴ کال کې له شمالي وزیرستان نه د حقاني شبکې انتقال ته ورته بولي، چې کورنۍ یې له وزیرستان نه، کورمې، پېښور او اسلام اباد ته ولېږدول شوې، خو مرکزونه یې لا هم په واڼه، میرانشاه، ټل، او ترې منګل کې فعال پاتې وو. په ورته ډول به د مفتي نور ولي او د ټي ټي پي د نورو مشرانو دفترونه، د وسلو زېرمې او پټنځایونه لا هم په پکتیکا، خوست او پکتیا کې فعال وي او یوازې کورنۍ به په سمبولیک ډول غزني ته لیږدول کیږي.

سرچینې وايي، دا پروسه تر دې دمه یوازې په کندهار، خوست او پکتیکا کې پیل شوې، خو په کونړ او ننګرهار کې لا نه ده عملي شوې. د امنیتي چارو شنونکي وايي، پاکستان ډېری له خوست او پکتیکا سره پر ډیورنډ کرښه د جنګیالیو له حضور نه ویره لري ځکه دلته دواړو خواوو ته قومي، قبیلوي او نور تړاوونه ژور دي، چې د جنګیالیو د ملاتړ لپاره یې یو مساعد چاپیریال رامنځته کړی دی.
په پکتیکا کې یوه قبایلي مشر افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې مفتي نور ولي به د دغه انتقال له لارې پر کډوالو مالي کنټرول او نفوذ لا ټینګ کړي،« اوس باید هره کورنۍ ځان له ده سره ثبت کړي، چې دا به ده ته د مالي مرستو د تنظیم یوه اسانه لار برابره کړي».

په ورته وخت کې د طالبانو قبایلو چارو وزارت ته یوې نږدې سرچینې وویل، چې « په لومړي سر کې کورنۍ مستقیماً غزني ته انتقال شوې، خو وروسته یې ستراتیژي بدله کړه او پاتې کورنۍ یې لومړی کابل ته یووړې، بیا یې غزني ته انتقال کړې، څو خلک پرې خبر نه شي».

سرچینه وايي، د جنګیالیو د کورنیو وسایل د لارۍ موټرو له لارې انتقال شول او د کورنیو غړي د دربست شویو فلاینګ کوچونو له لارې ولیږدول شول.

د ټي ټي پي جنګیالیو ته په لوګر، میدان وردګو، کندز، او بغلان کې هم د استوګنې وړاندیز شوی و، ځکه په دغو ولایتونو کې د مسید او وزیر قبیلو اړوند خلک اوسېږي، خو هغوی انکار کړی و، ځکه څومره چې دوی له ډیورنډ کرښې نه لرې کیږي، هغومره د جګړې امکانات او اکمالات ورته ستونزمن کیږي.

په غزني کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې « قره باغ ته یوازې د عادي جنګیالیو کورنۍ لېږدول شوې، د قوماندانانو کورنۍ یې په کابل او لویو ښارونو کې اوسيږي».