پاکستاني ځواکونو د هلمند په بهرامچه کې د طالبانو د پوستې جوړولو مخه نیولې

د هلمند په بهرامچه ولسوالۍ کې ځینو ځايي اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې پاکستاني ځواکونو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو د امنیتي پوستې د جوړېدو مخنیوی کړی. ځايي اوسېدونکي وايي، «طالبانو د سیمې خلکو ته ویلي چې د جګړې احتمال شته او له کورونو ووځي».

د هلمند د بهرامچې ولسوالۍ ځینو اوسېدونکو نن سې شنبه «د سلواغې ۱۶مه» وویل چې له تېرو دوو ورځو راهیسې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان او د طالبانو د پوله ساتو ځواکونو ترمنځ پر یوې پوستې ناندرۍ روانې دي.

د بهرامچې ولسوالۍ یو ځايي قومي مشر وايي چې دواړو خواوو ته پوله ساتي ځواکونه ځای پر ځای شوي او طالبانو له ځايي خلکو غوښتي چې د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره له سیمې ووځي.

په هغو ویډیوګانو کې، چې د سیمې خلکو افغانستان انټرنشل ته رالېږلې، په سیمه کې د طالبانو پوستې معلومیږي چې سپین بیرغونه پرې لګېدلي دي.

د ځايي اوسېدونکو په وینا، طالبانو د خلکو پرمخ ځینې لارې هم تړلې دي او د جګړې احتمال لېدل کېږي.

تر اوسه طالبانو او پاکستان د پوستې پر سر روانو ناندریو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

په هلمند کې د طالبانو امنیتي سرچینې او ځايي اوسېدونکي تاییدوي چې تېره شپه هم د پاکستاني ځواکونو او د طالبانو ترمنځ ډزې شوې دي.

دوی زیاتوي چې نن سهار له کندهار او هلمند قول اردو څخه طالب ځواکونه بهرامچې ولسوالۍ ته رسېدلي دي.

له دې وړاندې د ننګرهار په ګوشتې او د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې هم د پوستو د جوړېدو پر سر د پاکستان او طالبانو د پوله ساتو ځواکونو تر منځ نښتې شوې دي.

د هلمند بهرامچه ولسوالۍ چې په تېر جمهوریت کې د دېشو ولسوالۍ اړوند وه، طالبانو ځان ته ولسوالۍ کړې ده.

بهرامچه د مخدره توکو بازار یادیږي او طالبانو د تېر جمهوري حکومت پرضد جګړې لپاره له دې سیمې ډېر مالي او نظامي امکانات برابرول.

تېره اونۍ په دې سیمه کې د نشه يي توکو قاچاق وړونکو او کروندګرو د طالبانو خلاف مظاهره کړې وه، چې ګني طالبان د مالیې پر اخېستو سربېره ددوی د کروند د سوځولو هوډ لري.