مولانا فضل الرحمان: موږ له افغانستان سره د اړیکو د خرابولو په لور روان یو

د پاکستان جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان له پاکستاني خبریالانو سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو اړیکو په اړه وویل: «موږ له افغانستان سره د اړیکو د خرابولو په لور روان یو.» هغه وايي، دغه اړیکې ورځ تر بلې ترینګلې کیږي.

مولانا له خبريالانو سره په جوړې شوې ناسته کې د وینا پرمهال ویلي، دوی په پاکستان کې ژوند کوي او هلته رسنۍ هماغه خبرونه خپروي کوم چې دوی ته ورکول کېږي.
د هغه په وینا، داسې خبرونه لاس په لاس کېږي چې افغانان پاکستان ته راځي او د دوی پر ضد فعالیت کوي؛ خو ایا دوی د طالبانو په اجازې له افغانستانه راځي؟
هغه پر دغو ادعاوو په نیوکې سره وایي: «دا هغه تخمونه دي، چې موږ خپله کرلي دي.»
د هغه په وینا، په افغانستان کې څوارلس کاله جهاد وشو چې د جنرال ضیاالحق له وخته پیل شو او روان و «خو ایا څوارلس کاله زموږ مجاهدین د جهاد لپاره هلته ورنه رغلل؟»
هغه وړاندې وایي: «ایا زموږ جنرالانو زموږ خپل مذهبي ځوانان نه روزل ایا دوی یې په افغانستان کې د جهاد سره د یو ځای کېدو لپاره نه هڅول؟ او بیا کله چې حالات بدل شول او د سپتمبر یوولسمې پېښه وشوه، ایا موږ د جنرال مشرف په وخت کې امریکایانو ته په پاکستان کې اډې ورنه کړې؟»

مولانا فضل الرحمان وړاندې وویل: «ایا دوی زموږ له اډو څخه د فضا له لارې پر افغانستان بمباري نه ده کړې؟ ایا ملا عمر کله هم ویلي دي، چې ولې ستاسو له خاورې پر موږ برید کېږي؟»

هغه د پاکستان حکومت د هغې ادعا په ځواب کې چې وایي د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کارول کېږي وویل، ایا کرزي او اشرف غني کله هم ویلي و چې ولې د پاکستان خاوره زموږ پر ضد کارول کېږي؟ دوی به دغه ستونزه خپله هواروله؛ خو نن ورځ ټول فشار په دیني مدرسو راځي.

مولانا فضل الرحمان داسې مهال د پاکستان او طالبانو د اړیکو د ترینګلتیا خبره کوي، چې پر طالبانو او پاکستاني حکومت نیوکې دي، چې دوی د نا امنۍ په نوم هر څه په ګډ پلان سره مخته بیایي او په رسنیو یو پر بل د دښمنۍ تورونه پورې کوي.