د اسماعېلیانو مشر کریم اغاخان مړ شو

د اغاخان بنسټ وايي، چې د نړۍ د اسماعېلیانو مشر کریم اغا خان د ۸۸ کلونو په عمر د پرتګال په پلازمېنې لیزبُن کې مړ شو.

اغاخان بنسټ پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې کریم الحسیني اغاخان د شیعه اسماعېلي مسلمانانو ۴۹م امام د ۲۰۲۵ کال د فېبروري په ۴مه نېته په لیزبن کې د ۸۸ کلونو په عمر مړ شوی دی.

شهزاده کریم اغاخان د اغاخان شبکې بنسټ اېښودونکی او مشر و.

د اغاخان بنسټ زیاته کړې، چې د نوموړي د ځای ناستي په اړه به وروسته اعلان وکړي.

د دغه بنسټ په وینا، کریم اغاخان له مړینې وروسته هم په ټوله نړۍ کې له مذهبي تړاو پرته د ټولنو او افرادو د ژوند د ښه‌والي لپاره خپلو کارونو ته دوام ورکوي.