د پاکستان لوی درستیز له طالبانو وغوښتل چې د «انکار» پرځای د جنګیالیو خلاف ګامونه واخلي
د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر یوځل بیا له طالبانو غوښتي چې په خپله خاوره کې د وسله والو پر وړاندې جدي ګامونه واخلي. د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي چې عاصم منیر دا څرګندونې د قول اردوګانو د قوماندانانو په یوه غونډه کې کړې دي.
د پاکستان جیو ټلوېزیون نن سې شنبه «د سلواغې ۱۶مه» د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د دفتر په حواله لیکلي چې جنرال منیر د جنګیالیو له خوا د پاکستان پر وړاندې د افغان خاورې د دوامدارې کارونې له اړخه «ژوره اندېښنه» ښودلې ده.
عاصم منیر په دې ناسته کې د طالبانو له حکومت نه غوښتي، چې د انکار پرځای په خپله خاوره کې د پاکستاني طالبانو پرضد ګامونه واخلي چې د پاکستاني ولس امنیت خوندي شي.
طالبانو تل د پاکستان دا ادعا رد کړې، چې ګواکې ټي ټي پي د افغانستان په خاوره کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه تنظیموي.
په دې وروستیو کې د بلوچستان او پښتونخوا په ګڼو سیمو کې د بلوڅو بېلتون پالو او ټي ټي پي له خوا پر پاکستاني نظامیانو بریدونو زور اخیستی دی.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د جیو ټلوېزیون د جرګې په خپرونه کې ادعا وکړه، چې ټي ټي پي او بلوڅ بېلتون غوښتونکي وسله وال امریکايي وسلې کاروي.