عمر داوودزی: د طالبانو واکمني د پرځېدو په درشل کې ده
د افغانستان د ژغورنې ملي اېتلاف مشرتابه غړي محمدعمر داوودزي سیمهییزو او نړۍوالو تحولاتو ته په اشارې ټینګار کړی، چې د افغانستان وضعیت په چټکۍ سره د بدلون په حال کې دی.
هغه د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۵مه) له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، چې د طالبانو واکمني د پرځېدو په درشل کې ده.
نوموړي همداراز زیاته کړې، چې طالبان په خپلو کې اخته شوي او روان وضعیت به خامخا بدلون کوي.
د هغه په وینا، راتلونکي بدلونونه یوازې د امریکا د مرستو بندېدو پورې تړاو نهلري، بلکې سیمهییزو تحولاتو هم بدلون حتمي کړی دی.
ورته مهال، داودزي خبرداری ورکړی، چې پر افغانانو او طالبانو د امریکا د مرستو بندېدل به فاجعهلرونکې پایلې ولري.
داوودزی ویلي، چې متحدهایالاتو له افغانستان سره خپلې پراختیایي او بشرپاله مرستې درولي دي، خو په وینا یې، د طالبانو له رژیم سره استخباراتي مرستې دوام لري.
یاد پخواني چارواکي په افغانستان کې د بایډن دولت پر سیاستونو نیوکه کړې او زیاتوي، چې په تېرو څو کلونو کې د امریکا مرستې د طالبانو د لابيګرو په موسسو لګول کېدې.
داوودزی ویلي، چې د بایډن همکارانو افغان سیاسي مشران هڅول څو طالبانو ته تسلیم شي، خو د هغه په وینا، دا مهال وضعیت بدل شوی او د ټرمپ اداره به خامخا یو متفاوت دریځ ولري.
د هبتالله مشري له خنډ سره مخ ده
د دې سیاسي څېرې په وینا، ډېری طالب مشران دې پایلې ته رسېدلي چې تر اوسنیو شرایطو لاندې دوام نه شي کولای.
عمر داوودزی زیاته کړه: «د هبتالله اخوندزاده په مشرۍ د طالبانو رژیم له خنډ سره مخ دی. بدلونونه راځي؛ ښایي طالبان په خپله بدلون راولي یا نور تحولات رامنځته شي.»
د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر ویلي، چې د طالبانو یو شمېر مشران دې پایلې ته رسېدلي، چې ملا هبتلله نه بدلېږي او د دوی رژیم به په دغه وضعیت کې بقا ونه لري.»
هغه زیاته کړه: «یوه ډله طالبان هڅه کوي، څو د هبتالله په نظرونو کې بدلون رامنځته او د ملي مشارکت لپاره لار هواره کړي. که دا ډله بریالۍ نه شي، افغانستان د ناورین پر لور روانېږي.»
د هغه په اند، د طالبانو لوی دوښمن د طالبانو په منځ کې دی.
داودزي ټینګار کړی، چې «د طالبانو امارت د پرځېدو په درشل کې دی.»
د افغانستان د ژغورنې ملي اېتلاف یاد لوړپوړي غړي ویلي، چې په سیمه کې تحولات تر ډېره حده د تصادف او پېښو پر بنسټ مخته ځي، نه د پلانجوړونې پر بنسټ.
هغه د طالبانو پر کړنو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې دغې ډلې د نړۍوالو فشارونو او بندیزونو د زیاتېدو له وجې «له خلکو څخه باج اخیستلو» ته مخه کړې ده؛ خو دا حل لاره به تلپاتې نه وي.
د پخوانیو مجاهدینو پر لور د پاکستان فکر
داوودزی په ترکیه کې د ایاېسای له استازو سره د مجاهدینو مشرانو د غونډې په تړاو راپورونو ته په اشارې ویلي، چې په دې وروستیو ورځو کې داسې غونډه نه ده شوې.
هغه منلې، چې پاکستان له طالبانو سره د اختلافاتو له زیاتېدو وروسته، مجاهدینو ته تمایل ښودلی او هڅه کوي څو هغوی راټول کړي.
هغه ویلي، چې په افغانستان کې دوه لوی سیاسي جریانونه حضور لري چې یو یې مجاهدین دي او له شوروي اتحاد سره د جګړې پرمهال جوړ شوي او بل یې طالبان دي، چې د ۲۰ کلنې جګړې ثمره ده.
طالبان اوس په قدرت کې دي او دې ځای ته پاکستان رسولي، خو اوس چې طالبان د پاکستان له کنټرول څخه وتلي او نور د اسلاماباد په ګټه فعالیت نه کوي، دغه هېواد د پخوانیو مجاهدینو خوا ته تمایل ښيي.
عمر داوودزي ټینګار وکړ: «پاکستان هڅه کوي، چې مجاهدین د طالبانو پر وړاندې منسجم کړي.»