حماس: پاکستان به د ۱۵ فلسطیني بندیانو کوربتوب وکړي
پاکستانۍ رسنۍ جیو نیوز د حماس په حواله خبر ورکړی، چې پاکستان له اسراییلي زندانونو څخه خوشې شویو ۱۵ فلسطیني بندیانو د کوربتوب لپاره چمتوالی ښودلی دی.
د حماس ویاند خالد قدومي ویلي، چې د غزې د جګړې د اوربند تړون پر اساس، اسراییل چې کوم فلسطینیانو خوشې کړي، له هغوی څخه ځینې یې مصر ته ورسېدل.
هغه زیاته کړه: «د مصر تر څنګ، ترکیې، الجزایر، مالیزیا، پاکستان او اندونیزیا هم د خوشې شویو بندیانو د مېلمستیا لپاره چمتووالی ښودلی دی.»
د حماس ویاند ویلي، دوی ته ډاډ ورکړل شوی دی چې پاکستان به د ۱۵ فلسطیني بندیانو کوربتوب وکړي.
پاکستانۍ رسنۍ جیو نیوز دا هم وویل، چې پاکستاني چارواکو تر اوسه پورې د خوشې شویو فلسطیني بندیانو د کوربتوب په اړه په رسمي توګه هېڅ نه دي ویلي.
تازه، د غزې چارواکو د اسراییل په جګړه کې لادرکه شوي کسان هم وژل شوي اعلان کړل، چې له دې سره په دې جګړه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۶۱ زره او ۷۰۹ ته لوړ شو.
غزه کې چارواکي وايي، چې لا هم له ۱۴ زرو ډېر مړي تر خارو لاندې پراته دي.