خېبر پښتونخوا کې د ناامنۍ دوام؛ په دوو جلا پېښو کې ۴ امنیتي سرتېري او ۲ ملکي وګړي وژل شوي
پاکستاني رسنیو د دوشنبې په ورځ د (سلواغې ۱۵مه) خبر ورکړی، چې په خېبر پښتونخوا ایالت کې د دوو جلا پېښو پر مهال یو پولیس، درې تنه پوځیان او دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.
د ځايي خبریالانو د معلوماتو له مخې، په لومړۍ پېښه کې نن سهار د خېبر پښتونخوا ایالت د خېبر ولسوالۍ په جمرود سیمه کې د عبدالخالق په نوم یو پاکستانی پولیس د ناپېژانده وسلهوالو لهخوا په ډزو وژل شوی دی.
د ځایي سرچینو په وینا، بریدګر چې په موټرسایکل سپاره وو؛ یاد پولیس یې د ګاندي په سیمه کې په نښه کړ.
دغه پولیس د پولیو واکسین کمپاین د امنیت د ټینګښت لپاره روان و، چې د وسلهوالو تر برید لاندې راغی.
دغه پېښه په داسې حال کې شوې، چې نن په خیبر پښتونخوا کې د پولیو واکسین پنځه ورځنی کمپاین پیل شوی او (د فبرورۍ تر ۷مې نېټې) به دوام ولري.
د دغه کمپاین موخه د ۶.۵ ېیلیونه ماشومان د ګوزڼ پر ضد واکسین کول دي، چې ۴۰زره ګرځندویه ټیمونه او نږدې ۵۰زره امنیتي ځواکونو یې د امنیت د ټینګښت لپاره ګومارل شوي دي.
په یوه بله جلا پېښه کې ناپېژانده وسلهوالو د ډېره اسماعیل خان په سیمه کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر یوه موټر برید کړی، چې په پایله کې یې د پوځ درې سرتېري او دوه ملکیان وژل شوي دي.
د پاکستانۍ رسنۍ اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه برید د دوشنبې په ورځ هغه مهال وشو چې دغه امنیتي ځواکونه د بلوچستان د پښین له سیمې څخه ډېره اسماعیل خان ته روان وو. وسلهوالو بریدګرو تر ډزو وروسته د امنیتي ځواکونو موټر ته اور هم ورته کړی دی.
دغو بریدونو یو ځل بیا د خیبر پښتونخوا امنیتي ګواښونه لا روښانه کړي، چې پکې پاکستاني پوځیان او د پولیو د خوندیتوب په موخه ګرځېدونکي امنیتي پولیس په نښه کېږي.
د پاکستاني طالبانو تحریک فعالیتونه تر پخوا په خېبر پښتونخوا کې زور اخیستی او هره ورځ د پاکستان له امنیتي ادارو سره په نښتو اخته وي.
یادې وسلهوالې ډلې په یوې تازه خپرې شوې خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې په تېره جنورۍ میاشت کې یې ۱۵۰ پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې؛ خو د پاکستان حکومت لا په دې تړاو څه نه دي ویلي.
د خېبر پښتونخوا سیاستوال نیوکه کوي، چې د پاکستان د مرکزي حکومت د نه پاملرنې له کبله خېبر پښتونخوا د وسلهوالو نښتو او نا امنۍ په اور کې سوځي.