د پاکستان او مالیزیا ترمنځ د بندیانو د تبادلې تړون وروستي پړاو ته رسېدلی دی
د پاکستان او مالیزیا ترمنځ د بندیانو د تبادلې تړون وروستي پړاو ته رسېدلی دی. د پاکستانۍ رسنۍ جیو نیوز د راپور له مخې، د ماليزيا لهخوا د بنديانو د تبادلې د تړون وړانديز شوې مسوده پاکستان ته سپارل شوې ده.
په مسوده کې د پاکستان لهخوا وړاندیز شوي بدلونونه د وروستي کېدو په حال کې دي.
د ډیپلوماتیکو سرچینو په وینا، دا تړون به په راتلونکو څو اونیو کې د دواړو خواوو لهخوا لاسلیک شي.
تمه کېږي، چې دا تړون به مالیزیا ته د پاکستان مرستیال لومړي وزیر اسحاق ډار د سفر په لړ کې لاسلیک شي.
د جیو نیوز سرچینې وايي چې، دا مهال په مالیزیا کې ۳۸۴ پاکستاني بندیان د بېلابېلو جرمونو په تور بندیان دي.
د دغو ۳۸۴ بندیانو له ډلې څخه ۱۸۷ یې د کډوالۍ جرمونو په تور د بند سزا تېروي.
د جیو نیوز په راپور کې راغلي چې، په ماليزيا کې ۵۲ پاکستاني بنديان د نشهيي توکو په تور بنديان دي. ۱۸ پاکستاني بنديان د قتل، جګړې او د وژنې د هڅې په تور او همداشان د پنځو پاکستاني مېرمنو په ګډون ۱۱ پاکستاني بندیان د «جنسي تېري، فحشا او غیر اخلاقي برید په تورونو د مالیزیا په زندانونو کې بندیان دي.»