په بلوچستان ایالت کې په دوو وسله‌والو بریدونو کې د پوځ دوه سرتېري وژل شوي او یو ټپي دی

د پاکستان ډان ورځپاڼې د (سلواغې ۱۵مه) خبر ورکړی، چې د دغه هېواد په بلوچستان ایالت کې په دوو جلا پېښو کې دوه امنیتي سرتېري وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.

د معلوماتو له مخې، لومړی برید د ګمبز سیمې ته نږدې د نانا صاحب زیارت ته څېرمه شوی چې پکې نامعلومه وسله‌والو پر یو موټر ډزې کړې دي. په دغه برید کې یو پاکستانی پوځي وژل شوی او یو بل ټپي دی. 

ځايي چارواکو خبریالانو ته د وژل شوي سرتېري نوم مرحبا خان او د ټپي شوي کس نوم ادریس خان ښودلی دی.

راپورونه وايي، دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې پنځه کسان په یوه موټر کې د فوټبال تر سیالۍ وروسته خپلو ځایونو ته ستنېدل. د موټر پر شاتنۍ څوکیو ناست کسان له دغه بریده روغ وتلي دي.

د معلوماتو پر بنسټ ټپي کس سمدلاسه د دوکۍ ملکي روغتون ته لېږدول شوی او بیا له هغې ځایه د کوټې مرکزي روغتون ته وړل شوی دی.

ځايي چارواکي شک لري، چې دغه برید ښايي د شخصي دښمنۍ له امله شوی وي.

د بریدګرو د پېژندنې او نیولو لپاره پولیسو د پلټونکو عملیاتو خبر ورکړی دی.

په یوه بله پېښه کې د پاکستان د سرحدي ځواک (FC) یو سرتېری عبدالحکیم اشیزای په چمن ښار کې د نامعلومو وسله‌والو له‌خوا په نښه شوی او وژل شوی دی.

راپورونه وايي، موټر سایکل سپرو وسله‌والو د چمن مسټر پلان سیمه کې پر دغه سرتېري ډزې وکړې.

د پولیسو په وینا، عبدالحکیم اشیزای سخت ټپي شو او روغتون ته د لېږدېدو پر مهال یې ساه ورکړه.

پولیسو دا پېښه هدفي وژنه بللې؛ خو تر اوسه هیڅ ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.

دغه بریدونه داسې مهال شوي، چې په دې وروستیو کې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې سختې جګړې هم رامنځته شوې دي.

په دغو جګړو کې ۲۳وسله‌وال او ۲۲ تنه پاکستاني سرتېري هم وژل شوي دي.

دغه جګړې د بلوچستان د هرنایي، کلات او د خیبر پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان ښار کې شوې دي.

تازه دوه ورځې وړاندې په کلات کې د پاکستان د پوځ ۱۸تنه سرتېری د وسله‌والو له لوري وژل شوي، چې د دغه برید له کبله په یاده سیمه کې امنیتي اندېښنې هم ډېرې شوې دي.

په کلات کې د مانګوچار د جګړې پر مهال وژل شوي څلور پاکستاني سرتېري د یکشنبې په ورځ له پوځي بدرګې سره خاورو ته سپارل شوي دي.

راپورونه وايي، په مانګوچار برید کې ټول ۱۸ امنیتي سرتېري وژل شوي وو چې شپږ یې د بلوچستان او پاتې نور د سند، پنجاب او خیبر پښتونخوا ایالتونو وو. 

د دغو جنازو په مراسمو کې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر، د بلوچستان والي شیخ جعفر خان مندوخېل، د بلوچستان سر وزیر سرفراز بګټي او د ۱۲مې لوا قوماندان جنرال رهات نسیم احمد خان ګډون لاره.

په ورته مهال د پاکستان په خېبر پښتونخوا او بلوچستان ایالت کې د وسله‌والو ډلو فعالیتونو زور اخیستی، چې له کبله یې هره ورځ د پاکستان امنیتي ادارو غړو ته مرګ ژوبله اوړي.

په خېبر پښتونخوا کې د‌ پاکستاني طالبانو فعالیتونه تر بل هر وخت ډېر شوي او ځايي سیاست‌والو اندېښنې څرګندې کړې، چې د پاکستان حکومت د بې پامۍ له کبله په لوی لاس پښتونخوا د جګړې اور ته ټېل وهل کېږي.

د خېبر پښتونخوا سیاست‌والو دا ادعاوې هم کړې وې، چې «ټي‌ټي‌پي» د دغه ایالت ځینې سیمې په بشپړه توګه تر خپل واک لاندې راوستې دي.