ساوت چاینا مارنینګ پوسټ: هند طالبانو ته او پاکستان بنګلهدېش ته ور نږدې کیږي
په تېرو شپږو میاشتو کې د سویلي اسیا په جیو سیاسي وضعیت کې پام وړ بدلونونه راغلي، چې د بنګلهدېش او پاکستان د نږدېوالي، د چین او هند د سرحدي هوکړې او د طالبانو او هند د اړیکو د پراخېدو په بڼه څرګند شوي.
له واک نه د شیخ حسینې له پرځېدا وروسته بنګلهدېش له پاکستان سره خپلې اړیکې پراخې کړې، چین او هند د تاوتریخوالي کمولو لپاره هوکړه وکړه او نوي ډيلي له طالبانو سره خپلې اړیکې تودې کړې. دا بدلونونه نه یوازې د سیمې د ځواک انډول اغیزمنوي، بلکې د هند، پاکستان، چین او افغانستان ترمنځ نوې ستراتیژیکې اړیکې هم رامنځته کوي.
ساوت چاینا مارنینګ پوسټ ورځپاڼه په یوه تحلیل کې وايي، چې په بنګلهدېش کې حسینه واجد د هند لپاره یوه مهمه سیمهییزه متحده ګڼل کېده، خو نوي ډیلي ته د هغې تېښتې د هند د اوږدې مودې سیال پاکستان ته فرصت ور کړی، چې له بنګلهدېش سره خپلې اړیکې پراخې کړي.
د دې شواهد د بنګلهدېش له دې ګامونو هم څرګندیږي، چې پاکستاني وګړو ته یې د ویزې شرایط نرم کړل، د کراچۍ او چټاګانګ ترمنځ یې مستقیم سمندري مسیرونه پرانېستل او دواړو هېوادونو د سوداګریزو محدودیتونو نرمښت اعلان کړ. همدا میاشت، بنګلهدېش په کراچۍ کې د پاکستان په "امن" سمندري تمریناتو کې برخه اخلي.
د دې نږدېوالي تر شا د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګپوړو چارواکو د سفرونو لړۍ هم روانه ده.
ډاکې ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سفر، د پاکستان د استخباراتو د رییس عاصم ملک د تېرې میاشتې سفر او د بنګلهدېش د لنډمهالي حکومت د رییس محمد یونس او د پاکستان د لومړي وزیر شهبار شریف لیدنې کتنې هم په دې کې شامل دي.
د ساوت چاینا مارنینګ پوسټ په باور، که څه هم له نوي ډیلي او اسلاماباد سره د بنګلهدېش اړیکې د صفر مجموعې د معادلې په توګه نه شي تحلیل کېدای، خو دا پرمختګونه د بنګلهدېش د بهرنۍ پالیسۍ د بدلون ښکارندویي کوي.
ورځپاڼه وايي، دا په ځانګړي ډول د اسلاماباد لپاره یو فرصت دی، ځکه بنګلهدېش له۱۹۷۱ کال راهیسې د خپلواکۍ جګړې له وخته د پاکستان پر وړاندې منفي نظر درلود. د حسینې د واکمنۍ پر مهال پاکستان پلوه سیاسي ګوندونه لکه جماعت اسلامي تر جدي څار لاندې وو، خو اوس همدغه ډلې د بنګلهدېش د لنډمهاله حکومت برخه دي یا یې ملاتړ کوي.
د هند او طالبانو نږدې کېدل
د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ویکرم میسري تېره میاشت په دوبۍ کې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره ولیدل.
هند د طالبانو پر وړاندې یو محتاط دریځ لري، ځکه دا ډله د پاکستان له پوځ او استخباراتو سره نږدې اړیکې لري. خو اوس افغانستان د هند لپاره یو مهم فرصت بلل کېږي، په ځانګړي ډول له مرکزي اسیا سره د هند د اقتصادي وصل په چوکاټ کې، افغانستان مهم دی.
ساوت چاینا مارنینګ پوسټ وايي، طالبان هڅه کوي چې له نړیوالې انزوا ووځي. دوی غواړي د چین او روسیې ترڅنګ هند د پرمختیايي ملګري په توګه ومني، په ځانګړې توګه اوس چې امریکا خپلې مرستې بندې کړې دي.
هند ته طالبان تر داعش غوره ښکاري، ځکه نوی ډیلی داعش ته د احتمالي ګواښ په نظر ګوري.
له بلې خوا هند د سیمې یوازینی هېواد دی چې له ټولو ګاونډیو سره ګډې پولې لري، نو په همدې دلیل د تازه تحولاتو اغېزې مثبتې او منفي دواړې دي.
له یوې خوا، له بنګلهدېش سره د اړیکو خرابوالی «اکټ ایسټ» پالیسۍ ته زیان رسوي، خو بل خوا له طالبانو سره د اړیکو ښه کېدل له مرکزي اسیا سره د هند د نښلولو هڅې تقویه کوي.
د چین او هند ترمنځ د سرحدي شخړې کمېدل
د ۲۰۲۰ کال له مرګونو نښتو وروسته د چین او هند سرحدي هوکړې تاوتریخوالی کم کړی.
دې هوکړې دواړو هېوادونو ته اجازه ورکړې چې په دوو لانجمنو سیمو (ختیز لداخ او اکسای چین) کې ګزمه او د څارویو څرولو حقوق بېرته ترلاسه کړي.
خو دا هوکړه د اوږدې مودې سرحدي لانجې نه اواروي. دواړې خواوې لا هم د شخړو سیمې خپلې بولي او د لویدیزې پولې د کره کرښې په اړه توافق نه شته او لاهم دواړو خواوو ته دورند پوځي حضور شته دی.
د چین او هند ترمنځ سرحدي موافقه د دې لپاره شوې چې دواړه هېوادونه پر داخلي او نړیوالو مسائلو تمرکز وکړي.
چین غواړي له خپلو ګاونډیو سره اړیکې ثبات ته ورسوي، ځکه دا مهال له امریکا سره د ستراتیژیک رقابت لپاره چمتووالی نیسي.
هند له چین سره د سوداګرۍ پراخولو ته اړ دی، ځکه د نړیوال تولیدي مرکز په توګه مطرح کېدو لپاره باید چینايي توکو ته لاسرسی ولري.
ساوت چاینا مارنینګ پوسټ وايي، په ټوله کې، جنوبي اسیا کې د اړیکو نوی بدلون روان دی: بنګلهدېش پاکستان ته نږدې کېږي، خو غواړي له هند سره انډولیزې اړیکې وساتي او افغانستان هند ته نږدې کېږي، خو له پاکستان سره انډول اړیکي غواړي. دغه راز چین هڅه کوي چې د امریکا د ګواښ پر وړاندې خپل ګاونډي هېوادونه ارام وساتي.