شنونکي: د امریکا د مرستو بندېدو سره طالبان ډېر نه زیانمنېږي، ځکه دوی استخباراتي پیسې اخلي

پخوانیو چارواکو او شنونکو له افغانستان سره د امریکا د مالي مرستو د بندېدو په تړاو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د دغو مرستو په بندېدو سره طالبان ډېر نه زیانمنېږي، ځکه دوی استخباراتي پیسې اخلي.

د دغو شنونکو په باور د امریکا د مرستو د بندېدو ډېر تاوان د افغانستان عامو خلکو ته رسېږي.
د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت سرپرست وزیر شاه محمود میاخېل له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل، سره له دې چې د امریکا د مرستو بندېدو پر ټولې نړۍ اغېزې کړي، خو افغانستان به تر ټولو ډېر اغېزمن شي.
د نوموړي په وینا، د افغانستان بانکي سیسټم اوسمهال فعال نه دی او د دغو مرستو بندېدل به د اوږدمهال لپاره ناوړه اغېزې ولري، ځکه په افغانستان کې د بېوزلۍ کچه ټیټه ده او یوازې محدود کسان عایداتي سرچینو ته لاسرسی لري.
ښاغلی میاخېل زیاتوي: «هغه کسان چې عایداتي سرچینو ته لاسرسی لري ساعت یې تېر دی، خو د افغانستان د ۹۵ سلنه خلکو اقتصادي وضعیت خراب دی او که په یوه هېواد کې چې اقتصادي فرصتونه له منځه ځي، د بشري امنیت ترڅنګ یې فزیکي امنیت هم خرابېږي.»
د وېسکانسن پوهنتون استاد نجیب ازاد له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو د امریکا د مرستو د بندېدو او د طالبانو په چارو یې د اغېزو په تړاو وویل، چې یادې ډلې ته د غلاوو لارې معلومې دي او د قاچاق، نشه یي توکو او ګمرکاتو له لارو چې اوسمهال د دوی په لاس کې دي، خپل ځان ساتلی شي.
ښاغلی ازاد هم ټینګار کوي، چې د امریکا د مرستو په بندېدو سره طالبان ډېر نه زیانمنېږي، ځکه دوی استخباراتي پیسې اخلي خو عام ولس به سخت زیان شي.
د نوموړي په وینا: «په تېرو درې نیمو کلونو کې چې څومره مرستې افغانستان ته تللي دي د بشري مرستو په نوم تللي دي، د دغو مرستو ډېره برخه یې طالبانو ته رسېدلې ده او د دغو نړۍوالو مرستو یوه کوچنۍ برخه عامو خلکو ته هم رسېدلې ده.»
ازاد همداراز زیاتوي، چې د امریکا مرستې په ناڅاپي ډول نه بندېږي، ځکه دا د اونۍ کڅوړې مستقیم د افغانستان بانک ته نه ورتلې او د نوموړي په خبره دا هغه بودیجه وه، چې د ملګرو ملتونو اکونټونو ته د شپږو میاشتو او یوه کال لپاره لېږل شوي دي او اوسمهال د ملګرو ملتونو په حساب کې دي.
ښاغلي ازاد دغو مرستو ته په اشارې سره وویل، چې یاد اندازه پیسې د کانګرس له تصویب څخه وتلي دي او په یوه اجراییوي فرمان پیسې بېرته نه راګرځول کېږي، خو خنډونه به یې پروړاندې شتون ولري.
د امریکا ولسمشر ټرمپ د خپلې لوړې له مراسمو یوه ورځ وړاندې وویل چې که طالبان په افغانستان کې د امریکا پاتې شوې وسلې او وسایل ور نه کړي نو مالي مرستې به ورباندې ودروي.
ټرمپ ویلي و، «موږ هر کال میلیاردونه ډالر ورکوو خو دوی باید پوه شي، چې تر هغه نورې پیسې نه ورکوو څو زموږ پوځي وسایل بېرته راته ونه سپاري.»
ځینو اقتصادي کارپوهانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د ټرمپ له دغه ګواښ وروسته د افغانستان په بازارونو کې د ډالرو په مقابل کې افغانۍ خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی.

د اقتصادي کارپوهانو په باور، د افغانۍ ثبات د امریکا په نغدي مرستو پورې تړلی دی او ددې مرستو په بندېدو سره افغانۍ اغېزمنېږي.
له دې سره، د افغانستان د ولسي جرګي پخوانۍ غړې شکریه بارکزۍ هم وایي، چې اوسمهال یوازې امریکا له طالبانو سره مرستې نه کوي، بلکې نور هېوادونه هم په مستقیم او غیر مستقیم ډول مرستې کوي.
د نوموړې په وینا، د امریکا د مرستو بندېدل د طالبانو پر ځای د افغانستان په خلکو مستقیمې اغېزې لري.
مېرمن بارکزۍ زیاتوي: «طالبانو د خپلې واکمنۍ په مخکینۍ دوره کې هم پر بهرنیو مرستو نه، بلکې تر ډېره حده یې په کورنۍ بودیجې ګوزاره کوله او اوسمهال یوازې امریکا له طالبانو سره مرستې نه کوي، نور هېوادونه هم په مستقیم او غیر مستقیم ډول مرستې کوي.»
د نوموړې په خبره، د دغو مرستو بندېدل د طالبانو په شبکې او په مشرانو هېڅ ډول اغېزې نه لري، ځکه یاده ډله هغه عواید چې له بېلابېلو نورو برخو افغانستان ته راځي ترلاسه کوي.
د یادولو ده، چې مېرمن بارکزۍ او ښاغلي ازاد بیا په مشخص ډول نه دي ویلي، چې طالبان له کومو ادرسونو او هېوادونو پیسې ترلاسه کوي، خو د کابل پوهنتون پخوانی استاد محبوب شاه محبوب وایي، چې د طالبانو له حکومت سره په تېرو درې نیمو کلونو کې د امریکا ترڅنګ قطر هم په ښکاره او پټه توګه اوپرتیفي مرستې کړي دي.
د نوموړي په وینا، د امریکا او قطر ترڅنګ ایران، چین او یو شمېر نور هېوادونه هم له طالبانو سره اوپراتیفي مرستې او همکارۍ لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا نن د امریکا د مرستو د بندېدو په تړاو وویل، چې دې ډلې په تېر ۱۴۰۳کال کې ۵۵۵ پراختیايي پروژې منظورې کړي، چې ځینې یې بشپړې شوې دي.
مجاهد د دغو مرستو په اړه وویل، چې دا مرستې موسسې اخلي او دوی ورته نه اړتیا لري او نه یې هم غوښتنه کړې ده.
نوموړی په یوه اېکس سپېس کې چې د دې ډلې ګڼو غړو په کې برخه درلوده، د امریکايي مرستو له بندېدو وروسته د افغانستان د اقتصادي وضعیت د تشریح په لړ کې ټینګار وکړ، چې د افغانستان ملي بودجه په داخلي عوایدو تمویلېږي.
مجاهد وویل، نړۍوالې مرستې د طالبانو حکومت ته نه، بلکې نړۍوالو مرستندویه موسسو ته ورکول کېږي.
هغه زیاته کړه، «۶۰ سلنه یې د خپلو معاشونو لپاره کاروي او یوازې ۴۰ سلنه یې په پروژو لګېږي».
ذبیح الله مجاهد زیاته کړه چې طالبان یوازې له مرستندویه موسسو سره همکاري کوي، خو دوی ته مستقیمه مالي مرسته نه ورکول کېږي، او نه ورته اړتیا لري.
مجاهد دغه خبرې په داسې حال کې کوي، چې څو ورځې وړاندې په کابل کې ځېنو اقتصادي کارپوهانو او صرافانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې له افغانستان سره د مالي مرستو د بندولو په تړاو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ د افغانۍ پر ارزښت منفي اغېز کړی.
د ټرمپ له ګواښ وروسته د افغانۍ پر وړاندې د یوه ډالر ارزښت تر لسو افغانیو هم لوړ شو او طالبانو بیا یوازې په یوه اونۍ کې میلیونونه ډالره لیلام کړل.


په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې طالبانو ته د امریکا څومره مرستې رسېدلي دي او دغه مرستې په کومو لارو مصرفېږي؟

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څار ځانګړي دفتر د روان کال د زمري میاشت کې د یوه راپور په خپرولو سره وویل، چې واشنګټن له ۱۴۰۰ کال راهیسې له افغانستان سره د څه باندې ۲۱ مېلیارده ډالرو مرسته کړې ده.

د سیګار په وینا، دغه پیسې د بشري مرستو، د کډوالو د استوګنې او د افغانستان د بهرنیو اسعارو د شتمنۍ د بېرته تادیه کېدو په برخو کې لګول شوې دي.

په راپور کې ویل شوي، چې له افغانستان سره د ۱۴۰۰ کال د زمري له میاشتې څخه د ۱۴۰۳ د چنګاښ تر میاشتې د ۲۰.۷۱ مېلیارډه ډالرو مرستو له ډلې څخه ۲.۹۷ مېلیارډه یې په بشري مرستو او ودانیزو مرستو لګول شوي دي.
د سیګار په وینا، دا مرستې په څلورو برخو کې لګول شوي: (۲.۰۲۹ مېلیارده) بشري مرستې، (۴۵۸ مېلیونه) پراختیایي او رغنیزې مرستې، (۳۱۶ مېلیونه) سازماني عملیات او (۱۰۰مېلیونه) د امنیت په برخه کې لګول شوي دي.
خو سیګار دا نه ده روښانه کړې، چې د "سازماني عملیاتو" او "امنیت" څخه هدف څه ډول همکاري ده، چې امریکا په افغانستان کې پرې پیسې لګولې دي.
له دې سره، د امریکا د کنتاکي ایالت جمهوري غوښتونکي سناتور رینډ پاول بیا ویلي، له هغه وروسته چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، امریکا ۳.۳ میلیارده ډالره افغانستان ته استولي، چې یوه برخه یې طالبانو ته رسېدلې ده.
هغه وايي، د دغو مرستو مخه نیسي خو وايي، ډېموکراتان یې مخالفت کوي.
نوموړي زیاته کړې، چې دغه مرستې د داعش په ګډون د القاعده شبکې ته هم رسېدلي دي.
باورونه دا دي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د امریکا لېږونکې نغدي کڅوړو یوه برخه طالبان هم ترلاسه کوي او دغه ډلې پرې خپل جوړښتونه هم پیاوړې کړي دي.
دا چې پر افغانستان د امریکا د مرستو په بندېدو سره به د عامو خلکو په ځانګړې توګه د اړو خلکو برخلیک څنګه شي، د وخت په تېرېدو سره به روښانه شي.