ددوشنبې په سهار؛ ډزو د کابل څرخي پله کې د یوناما دفتري چارې ټکنۍ کړې وې

په کابل کې د ملګرو ملتونو د استازځي په دفتر کې له ډزو وروسته، په څرخي پله کې ددغه دفتر کارکوونکو د دوشنبې په سهار ونه کړای شول، چې خپل کارځي ته لاړ شي.

لږ ترلږه د یوناما دریو کارکوونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د امنیتي اندېښنو له امله د یوناما مسوولانو دوی ته وویل چې له کوره کار وکړي.

د یادې ادارې یوه کارکوونکي ددوشنبې په ورځ غرمه ۱۲ بجې پیغام ترلاسه کړی، چې پکې ویل شوي، « ستونزه حل شوې ده او په راتلونکو ورځو کې به کار په عادي توګه روان وي».

یوناما دفتر په یوه اعلامیه کې تایید کړه چې په دې پېښه کې یو کس وژل شوی او یو بل ټپي دی. یاد سازمان زیاته کړې چې د طالبانو ساتونکي په دې پېښه کې ښکیل دي او په دې اړه پلټنې روانې دي.

طالبانو تراوسه پر دې پېښه غبرګون نه دی ښودلی.

د ددوشنبې په ورځ د یوناما دفتر داسې مهال د لنډ وخت لپاره وتړل شو، چې د امریکا د بهرنیو مرستو د ځنډېدو له امله په افغانستان کې د ۵۰ بهرنیو موسسو فعالیتونه درېدلي دي.

د طالبانو د اقتصاد وزارت معین عبداللطیف نظري د سې شنبې په ورځ پژواک خبري اژانس ته وویل: «په وروستیو ورځو کې په ۲۸ ولایتونو کې د ۵۰ نړیوالو موسسو او مرستندویه ادارو فعالیتونه درول شوي دي».

نظري د دغو موسسو د کار درېدلو لامل د متحده ایالتونو د مرستو ځنډول وبلل.