عمران خان د پاکستان پوځ ته: د ترهګرۍ ضد جګړه کې پوځ هله بریالی کېدای شي چې ترشا یې ولس وي
د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د ترهګرۍ ضد جګړه کې د دغه هېواد د پوځ بری له امنیتي ځواکونو سره د ولس په ملاتړ پورې تړلی بولي. هممهاله د پاکستان د جګړې او سولې څېړنو مرکز وايي، تېر ډیسمبر تر پروسږن ډیسمبر په دغه هېواد کې امنیتي پېښې ۴۲ سلنه زیاتې شوې دي.
د پاکستان پوځ او حکومت تر ډېره په دې بریدونو کې ټي ټي پي ښکېل بولي او وايي، له ډیورنډ کرښې په ور اوښتو په دغه هېواد کې بریدونه کوي.
خو عمران خان د پاکستان پر امنیتي ځواکونو په تېره پوځ نیوکې کوي چې د سرحدونو ساتلو پر ځای یې ټول پام «د سیاسي ګوندونو ځپلو او د غلو او لوټمارو ساتلو ته اړولی دی.»
تحریک انصاف ګوند خپل ټوېټر کې د پاکستان د پوځ مشر ته نوموړي د لیک د ځینې برخو په خپرولو سره د نوموړي په حواله لیکلي: د ترهګرۍ خلاف جنک کې به پوځ هغه وخت بریالی شي چې ولس ور سره ودرېږي، خپله پالیسي بدله کړئ.
په ایډیاله جېل کې د بندي عمران خان وکیل رسنیو ته ویلي چې نوموړي خپل لیک کې شپږو ټکو ته اشاره کړې ده.
د هغه په خبره، ښاغلي خان ویلي چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د نوموړي ګوند د پوځ ملاتړ کوي او ولس ته هم پکار ده چې له پوځ سره ودرېږي.
فیصل چوهدري وايي، ښاغلي خان د تېر کال ټاکنو کې د پوځ لاسوهنه هم یاده کړې او هم یې د نوموړي د ګوند پر غړو چاپې او ډزې یادې کړې دي.
نوموړي په خپل لیک کې د رسنیو لپاره پر نوي قانون نیوکې کړې او هم یې د اقتصاد په هکله د اوسني حکومت پر پالیسۍ اندېښنه ښودلې ده.
عمران خان چې تېره جنورۍ کې د فساد د یوې قضیې له امله پر ۱۴ کاله بند محکومت شوی دا مهال په ایډیاله جېل کې دی.
نوموړی له نورو لسګونو تورونو سره هم مخ دی، خو ټول ردوي او د سیاسي انګېزې له مخې یې بولي.